-
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د پاکستان له ځانګړي استازي لیدنه کړې
Sep 25, 2023 11:36د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خيرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د پاکستان هېواد له ځانګړي استازي آصف دراني او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
-
په افغانستان کې نن يو ځل بيا د پولیو ضد واکسین درې ورځنی ملي کمپاین پیل شو
Sep 25, 2023 11:06د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په يوه بيانیه کې ويلي چې د دې کمپاین موخه داده ترڅو د پنځو کالو کم عمره څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي. د نورو جزئیاتو لپاره زموږ د همکار فضل غني حقمل راپور ته غوږ شئ.
-
کابل طبي پوهنتون کې د کتاب لوستلو درې ورځنی نندارتون جوړ شو
Sep 25, 2023 10:59په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستيال حيات الله مهاجر فراهي وويل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې کوي چې په هېواد کې د مطالعې کلتور ترويج کړي. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ.
-
د ننګرهارپه حوزوي روغتون کې د اکسیجن تولید دستګاه پر فعالیت پېل وکړ
Sep 25, 2023 10:57چارواکي وایي د دې دستګاه د فعالیت په پیلېدو سره به د روغتون په ټولو واټونوکې بستري ناروغانو ته د اکسیجن اړتیا پوره شي. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
افغانستان او پاکستان په تېره اوونۍ کې
Sep 25, 2023 09:18په تېره اوونۍ کې د افغانستان او پاکستان مهمې پېښې دلته ولولئ.
-
ننګرهار کښې د اکسیجن د تولید ماشین کار پیل کړی نور حال دلته واورئ
Sep 25, 2023 02:41زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د اکسیجن د تولید دستګاه پر فعالیت پېل وکړ.
-
د افغانستان د دریو ولایتونو له بې وزلو سره مرستې شوي
Sep 25, 2023 01:33صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی ملګروملتونو ته اړونده د خواړو نړیوال پروګرام په افغانستان کښې په زرګونو بې وزله او اړمنو کورنیو باندې د خوراکي مرستو د ویشلو خبر ورکړ.
-
جرمني په افغانستان کښې خپلو ښاریزو ته خبرداری ورکړ
Sep 25, 2023 01:05زمونږ خبریال راپور راکړی د جرمني د باندنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د افغانستان په امنیتي حالت باندې د اندیښنې په څرګندولو سره له خپلو ښاریزو وغوښتل چې له افغانستانه ووځي.
-
د افغانستان په ننګرهارکې د فوټبال د لسو الف لوبډلو تر مینځ سیالۍ روانې دي
Sep 24, 2023 11:17د سیالیو جوړونکي وایي موخه یې د راتلونکې کال دفوټبال غوره لیګ سیالیو ته د لوبډلې چمتو کول دي
-
په کابل کې د افغانستان،اماراتو او ازبکستان درې اړخیزه ناسته وشوه
Sep 24, 2023 10:15تیره میاشت هم دازبکستان یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته په سفر سره دتورخح سرحدي ستره لاره وکتله او د افغانستان د ټرانسپورټي برخې د پراختیا لپاره ئې خپل چمتووالی اعلان کړی ؤ.ددغې ناستې نور جزیات نه دي ترلاسه شوي.