-
افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو شمیر په اوځاره توګه زیات شوی دی
Jan 18, 2026 09:19د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې عالي کمېسارۍ یا یونیسیار په یوه راپور کې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې ۱۳۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي، چې دا شمېر ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
-
د پاکستان د فشار آلې يو په بل پسې د منځه تلو په حال کې دي
Jan 17, 2026 02:58زمونږ خبریال راپور راکړي د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ويلي، د پاکستان د دباو هغه آلې چې له کلونو راهيسې د افغانستان پر وړاندې کارول کېدې، يو په بل پسې د کمزورۍ او له منځه تلو په حال کې دي.
-
طالبانو د کورنیو اختلافاتو په اړه د بې بي سي راپور رد کړ
Jan 16, 2026 11:49ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په سرپرست حکومت کښې د کورنیو اختلافاتو په هکله د بي بي سي ادعا بې اساسه وبلله.
-
پوتین د افغان طالبانو د سفیر باورلیک ومانه
Jan 16, 2026 02:34د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د افغان طالبانو د سفیر ګل حسن باورلیک ومانه، چې له دې سره د هغه ډیپلوماتیک حیثیت رسمي شو.
-
د هرات والي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
Jan 16, 2026 01:05پارسټوډې – د افغانستان د هرات والي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د اسانتیاوو پر زیاتولو ټینګار وکړ.
-
د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام په اړه امریکا ته د افغان چارواکي خبرداری
Jan 16, 2026 00:58پارسټوډې – د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي خبرداری ورکړی چې د ایران پر وړاندې د امریکا هر ډول پوځي اقدام به یوه لویه تېروتنه وي.
-
جاپان د افغانستان له روغتیايي برخې سره ۳ میلیونه ډالره مرسته وکړه
Jan 15, 2026 08:52د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، جاپان د افغانستان په کچه د حیاتي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او رواني ـ ټولنیز ملاتړ د پیاوړتیا لپاره ۳ میلیونه ډالره مرسته کړې.
-
طالبانو په افغانستان کې شاوخوا ۲۱ زره دیني مدرسې جوړې کړي دي
Jan 15, 2026 08:32د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، د جنورۍ په ۱۲مه په کندهار کې په یوه دینې مدرسه کې د وینا پر مهال وویل چې په دې مدرسو کې نږدې دوه نیم میلیونه کسان د دیني علومو په زده کړو بوخت دي.
-
د طالبانو خارجه وزارت له هند سره د اړیکو پياوړتیاته لومړیتوب ورکوي
Jan 15, 2026 02:11طالبانو ویلي چې له هندوستان سره د اړیکو پیاوړې کول د دې ډلې په بهرني سیاست کښې شامل دي.
-
هند د ایران له لارې د افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د ودریدو ګنګوسې بې ځایه وبللې
Jan 14, 2026 13:56هند هغه راپورونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي چې ګواکې نوې ډهلي اوس لپاره د ایران له لارې خپل تجارتي اړیکې له کابل سره پرې کړي، بې ځایه وبللې او دا یې ناسمې او غلوونکې وبلل.