-
د افغانستان په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور دادارې مشر ووژل شو
Jul 28, 2026 14:25د افغانستان د بدخشان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر د فیضآباد ـ بهارک پر سړک د موټرسایکل سپَرو وسلهوالو په برید کې ووژل شو.
-
ننګرهاري تکواندو لوبغاړي له غزني څخه د اتلولیو له ویاړونو سره راستانه شول + غږیز راپور
Jul 28, 2026 06:43جلالاباد – د ننګرهار د المپیک، ورزش او بدني روزنې ریاست وایي، د دغه ولایت تکواندو لوبغاړو په غزني ولایت کې د ولایتونو ترمنځ ترسره شویو سیالیو کې درې مډالونه ګټلي او له بریاوو سره خپل ولایت ته راستانه شوي دي.
-
د هلمند پر سیند د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ستر پل د جوړولو چارې پیل شوې + غږیز راپور
Jul 28, 2026 06:36د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د یوه ستر پل د جوړولو چارې پیل شوې؛ هغه پروژه چې ځایي چارواکي وایي، د کورني ترانسپورټ ترڅنګ به له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې هم مهمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
-
د کابل پغمان کې په قتل تورن کسان د پولیسو لاس ته لويدلي + غږیز راپور
Jul 28, 2026 06:33د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، د پغمان ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د قتل په دوو جلا قضیو کې دوه تنه نیولي دي.
-
کندهار کې د انګورو حاصلات لس سلنه زیات شوي + غږیز را پور
Jul 28, 2026 06:28د کندهار د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست وایي، د روان کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله شاوخوا لس سلنه زیات شوي او اټکل کېږي چې له ۲۰ زره او ۵۰۰ هکټاره باغونو څخه به څه باندې ۲۲۵ زره مټریک ټنه انګور ترلاسه شي.
-
بادغیس کې د څاه د اوبو له څښلو وروسته ۱۲۰ څاروي له منځه تللي
Jul 27, 2026 15:11د بادغیس ولایت د تګابعالم ولسوالۍ په «چاه جلال» سیمه کې ۱۲۰ رأس څاروي د یوه څاه د اوبو له څښلو وروسته مسموم شوي او له منځه تللي دي.
-
ذبیح الله مجاهد: په بدخشان کې د ناامنۍ هڅې مو په وخت شنډې کړي دي + غزیږ کلیپ
Jul 27, 2026 14:24د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په بدخشان ولایت کې کومه لویه امنیتي ستونزه نه ده رامنځته شوې او هغه محدودې پېښې چې په دې وروستیو کې شوې وې، په وخت شنډې شوي دي.
-
ذبیح الله مجاهد: سیمه ییز جنګ د هیچا په ګټه ندی + غږیز کلیپ
Jul 27, 2026 11:27د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، سیمه ییز جنګ د هیچا په ګټه ندی او موږ نه غواړو چې پاکستان کې نا امني وي، ځکه دغه چاره د افغانستان په زیان هم ده.
-
په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو+ږغیز راپور
Jul 26, 2026 14:29پارس تودی-په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون پرانیستل شو. د اسلامي امارت چارواکي وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او ډیجیټلي حکومتولۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
-
ایران د ستونزو او مشکلاتو سربېره له افغانانو سره په سخت وخت کې مرسته وکړه+ږغیز
Jul 26, 2026 13:40پارس تودی- په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران پښتو راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې ایران خپله دا مهال ستونزې لري، په سخت وخت کې یې افغانان هیر نکړل او د دغه هېواد سیلاب ځپلو سره یې مرستې وکړې.