د ۱۴۰۳ کال شعار ته ځانګړې د ولسي اقتصاد دویمه برخه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i149744-د_۱۴۰۳_کال_شعار_ته_ځانګړې_د_ولسي_اقتصاد_دویمه_برخه
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ۱۴۰۳ کال شعار؛ یعنې د خلکو په ګډون سره د تولید ودې او د ولسي اقتصاد (دویم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2024-06-26T06:56:15+00:00 )
Jun 26, 2024 11:16 Asia/Kabul
  • د ۱۴۰۳ کال شعار ته ځانګړې د ولسي اقتصاد دویمه برخه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ۱۴۰۳ کال شعار؛ یعنې د خلکو په ګډون سره د تولید ودې او د ولسي اقتصاد (دویم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر هر کال، د نوي کال لپاره شعار او عنوان ټاکي، د ۱۴۰۳ کال لپاره یې د «خلکو په ګډون سره د تولید ودې» عنوان غوره کړی دی. له دې سرلیک څخه څرګندېږي، چې د انقلاب د معظم رهبر تر ټولو مهمه اندېښنه، د اقتصاد مسله ده.

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي هر کال په همدې انګیزې سره، د کال شعار ټاکي او اعلانوي، تر څو هم چارواکي د هغې د تحقق لپاره خپلې هڅې متمرکزې او وقف کړي او هم خلک او عامه افکار په هوښیارۍ او پوهاوي سره هغه تعقیب کړي. د خلکو په ګډون سره د تولید ودې شعار چې د کارپوهانو د نظرونو په اساس، د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له خوا د ۱۴۰۳ کال د شعار په توګه غوره شوی، د خلکو سترو ظرفیتونو ته د ټولنې د پام اړول دي.

د هغوی په ​​وينا: "که موږ وغواړو چې د توليد وده ولرو، بايد اقتصاد ولسي کړو، بايد د خلکو پښې د توليد ډګر ته په ټېنګ ډول خلاصې کړو، د خلکو د حضور پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړو." په ولسي برخه کې لوی ظرفیتونه شته، چې باید فعال شي، باید هغوی د هېواد او د خلکو په ګټه وکارول شي.

په تولیدي برخو کې د جذب لپاره د خلکو یو له ظرفیتونو څخه، د دوی پانګه ده. د ایران اقتصاد په تېرو دوو کلونو کې ښه وده کړې ده. د ايران د اقتصاد د اوسني وزير (ډاکټر خاندوزي) د څرګندونو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د تېلو په لرلو سره د ټولې ودې کچه ١٢،٦ سلنه او له تېلو پرته ١٠،٤ سلنه وه. د دغه برياليتوب ترلاسه کول، د تيلو او ګازو د صادراتو د زياتوالي او د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې د توليد د خالي ظرفيتونو د کارولو په نتیجه کې ممکن دی.

د دې لارې دوام، د تولیدي ظرفیت او د صادراتي بازارونو پراختیا ته اړتیا لري. تولید د هر هېواد یو له مهمو اقتصادي شاخصونو څخه دی، چې د نورو اقتصادي پارامیټرونو لکه بوختیا، د عاید زیاتوالی، د انفلاسیون کنټرول، د ملي اسعارو د پیاوړتیا او داسې نورو په اغېزو سره، د اقتصادي ودې لامل کېږي او په پای کې د خلکو هوساینه ترلاسه کېږي.

د اقتصادي فعالانو او په مالي او پولي ادارو کې د شاملو کسانو په وینا، د ایران اقتصاد د اووم پراختیایي پلان له مخې په راتلونکو کلونو کې، د 8 سلنې اقتصادي ودې د ترلاسه کولو لپاره، له 70 څخه تر 200 میلیارد ډالرو پورې کلنۍ پانګونې ته اړتیا لري. په اوسنیو حالاتو کې، د دغې پانګونې د پام وړ برخه، د خلکو له خوا برابرېدای شي. آیت الله خامنه يي هم (د خلکو په ګډون سره د تولید ودې) په توګه د کال د شعار له لارې د هېواد د اقتصادي ستراتیژۍ په ټاکلو کې، له دغه ډول ظرفیتونو څخه پر استفادې ټینګار کړی دی.

اټکل کېږي چې د ایران د خلکو په لاس کې څه باندې ۳۲ میلیارده ډالر، سکې او سره زر شته. دغه راز د مسئولو بنسټونو د اعلامیې له مخې، د ایران د نقدو پیسو کچه له ۱۲۵ میلیاردو ډالرو سره برابره ده. د پانګې دغه اندازه، د حکومت له خوا د مناسبې اقتصادي تګلارې او پلان جوړونې او په تولیدي او صنعتي برخو کې د پانګونې د جذب په رامنځته کولو سره، په اقتصاد کې د خلکو د فعالې ونډې لپاره اړین ظرفیت لري. د مثال په توګه، د تیلو د صنعت د ښکته او بشپړوونکي صنعتونو په ډګر کې.

لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، ایران په نړۍ کې د هایدروکاربن (د خامو تیلو او ګازو زیرمې) ترټولو لویې زیرمې لري. ایران په نړۍ کې د طبیعي ګازو په زیرمو کې دویم او د تیلو په زیرمو کې درېیم مقام لري او له همدې امله، د انرژۍ په برخه کې نسبي ګټه هم لري او کولای شي په دې برخه کې په مناسبې پانګونې سره، د اقتصادي ودې او پرمختګ لامل شي. اوس دا پوښتنه راپورته کېږي چې خلک څنګه کولای شي د نفتو او ګازو په کارولو سره د ودې او تولید په برخه کې ګډون وکړي؟ د انرژۍ کارپوهان په دې باور دي، چې د ایران د نفتو د صنعت د دوو پورتنیو او لاندنیو برخو په نظر کې نیولو سره به، د خلکو د ګډون لاره توپېر ولري.

د ایران د تیلو لوړه برخه د تیلو او ګازو د ساحو د پراختیا لپاره د لسګونه میلیارد ډالرو په اندازه پانګونې ته اړتیا لري، چې د ټولنې د متوسط ​​​​او ټیټې ټولنې د خلکو له وس څخه بهر دي او د لویو خصوصي شرکتونو په توګه د پانګونې په برخه کې د خلکو ګډون ممکن دی. په دې برخه کې، دولت د وړ خصوصي شرکت ته د نفتو د جوازونو په صادرولو سره، کولای شي دوی ته اجازه ورکړي چې په خپلواکه توګه د نفتو او ګازو ساحو په پراختیا کې برخه واخلي او یا د ګازو د راټولولو په پروژو کې، چې د هېواد د ګازو له صادراتو سره برابر دي، برخه واخلي.

خو په دې ډګر کې د ایران د خلکو د ګډون اصلي رول، د تیلو د صنعت او تکمیلي صنایعو د لاندې سلسلې په برخه کې کیدای شي. د تکمیلي صنایعو په برخه کې، خلک کولای شي خپل تولیدي ورکشاپونه په لسګونه چنده کمو پیسو سره، له څو زرو څخه تر څو سوه زرو ډالرو پورې،  خپل تولیدي کارځایونه جوړ کړي. د حکومت د سم پلان جوړونې او پالیسۍ په صورت کې، د دې موضوع پلي کېدل، چې د پورتنیو صنعتونو لخوا د اړتیا وړ تغذیه چمتو کولو او د لاندې صنعتونو لخوا د اړتیا وړ خامو موادو تولید له لارې د هایدرو کاربنونو د سلسلې بشپړول دي.

د یادولو وړ ده چې د ایران د تیلو د خرڅلاو د څه د پاسه یوې میاشتې په اندازه، هر کال له ۲ تر ۳ میلیارده ډالرو پورې د هغو خامو موادو په واردولو لګېږي، چې د سلسلې د بشپړېدو په صورت کې کولای شي د ایران د پټروکیمیکل صنعت له خوا تولید او تولیدي ورکشاپونو ته ورکړل شي. هرڅومره چې موږ د تیلو له پورته سلسلې څخه ، د ساحې پراختیا، د ښکته جریان سلسلې ته، د بیلګې په توګه د پیټرو کیمیکل او بیا تکمیلي صنعتونو په لور حرکت وکړو، د ارزښت زیاتوالی او دندې رامنځته کول به ډېر شي، د بندیزونو اغېزې به کمې شي او د وخت په تېرېدو سره، د تولید لپاره د اړتیا وړ پانګونې مقدار به هم کم شي.

د تولید په برخه کې د خلکو د ګډون یو بل ډګر، فردي استعداد دی. په اقتصاد کې د انفرادي استعدادونو رول باید له پامه ونه غورځول شي. د یو چا تصور وکړئ چې څو کوچني کاروبارونه یې رامنځته کړي او د خپلو محصولاتو په پلورلو سره پیسې ترلاسه کوي. نوموړي په ټولنه کې د یوې اړتیا په پېژندلو، د هغې په اړه فکر کولو، د حل لارې موندلو او په پای کې د محصول په تولید کې په پانګونې او ټولنې ته  په وړاندې کولو سره، د ټولنې اړتیاوې حل کړي دي.

ځوانان تل د ټولنې ځواکمن او هڅوونکي ځواک ګڼل کېږي. هر هغه ټولنه چې وکولای شي خپل ځوان ځواک په سمه توګه وکاروي، په لنډ ممکن وخت کې به خپلو موخو ته ورسېږي. په ټول ایران کې روښانه او نوښتګر ځوانان شتون لري، چې هر یو یې کولای شي په مسئولیت منلو سره، اقتصادي ډګر ته داخل شي او په خپل استقامت او هوډ سره کولای شي د کوچنیو او منځنیو کارونو په پیلولو سره، د هېواد په اقتصاد کې بدلون راولي.

دهګولان (Dehgolan) د کردستان په ولایت کې، یوه کوچنۍ او ښکلې سیمه ده. میکایل نصرالله پور، د دهګولان اوسېدونکی، یو روښانه فکر لرونکی او کار رامنځته کوونکی ځوان دی، چې په سیمه کې د کار پیدا کولو په اړه فکر لري.  نوموړی په خپل استقامت سره وتوانید چې په یوه لېرې پراته کلي کې د بوجیو د تولید یوه صنعتي فابریکه جوړه کړي او ډېری خلک په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار وګماري. د هغه دنده په کرنه کې کار کول او د درنو موټرو چلول وو، چې د هغه په ​​​​وینا، د کار په رامنځته کولو کې د هغه لیوالتیا، د دې لامل شوه چې د بوجۍ اوبدلو کارخونه جوړه کړي.

اوس میکایل د پرمختګ او استقامت سمبول ګرځېدلی ځکه په دې وتوانید چې خپل ارمان پوره کړي او د خپل ولایت له ځوانانو او اقتصاد سره په مرسته کولو سره، د خپلې سیمې له پرمختګ او اقتصادي ودې سره مرسته وکړي. د هغه بریالیتوب خلکو ته د مختلفو کارونو، صنایعو او د لاسي صنایعو ډېر ملاتړ ته لیوالتیا پیدا کړې ده.  هغه راتلونکي ته په هیلې سره پلان لري چې خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي او په نورو ولایتونو کې هم تولیدي کارځایونه جوړ او کار پیدا کړي.

کله چې د تولید په وده کې د خلکو د ګډون په اړه خبرې کوو، کولای شي په همدې کچه پراخې ساحې تر پوښښ لاندې راولي: د نفتو او ګازو صنعتونو او تکمیلي صنعتونو کې فعالیتونو څخه، د کردستان ولایت په یوه لیرې پراته کلي کې د بوجۍ اوبدلو صنعت پورې!

د ایران په بېلا بېلو اقتصادي برخو کې د دغو ظرفیتونو شتون لکه د کانونو، کرنې، مالدارۍ، سمندري اقتصاد، تیلو او ګازو، د کورنیو وسایلو صنعتونه او داسې نور، چې تولید ته د خلکو مسئولانه او هوښیار ننوتل د لا زیاتې سوکالۍ او هوساینې ژمنه کولای شي، د هېواد په اقتصاد کې ونډه ولري.

ژباړه: زماني