د ایران د څوارلسم حکومت ته دقدرت په کراري سره منتقلیدا
د ایران په اسلامی جمهوریت کې نوي ټاکل شوي ولسمشر ته د مجریه قوې د مشرۍ سپارل ، په ایران کې د قدرت د آرامه او کرارې منتقلیدا د بهیر یوه داسې څرګنده نښه ده چې حتی دډيموکراسۍ د مدعي هیوادونو لپاره هم یوه بیلګه حسابیږي.
د ایران په اسلامی جمهوریت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجې له مشخص کیدا لومړنۍ ورځې وروسته،حکومت ځان پابنده ګڼي چې دقدرت دمنتقلولو دبهیر دبشپړتیا لپاره د چمتووالی په خاطر له نوي ټاکل شوي ولسمشر سره لازمه ملګرتیا ترسره کړي؛ په دې لړ کې دیارلسم حکومت هم د نوی ټاکل شوي ولسمشر معسود پزشکیان له ټیم سرهد موجوده وضعیّت د تشریح او د اطلاعاتو د منتقلولول لپاره نهایت ملګرتیا ترسره کړې ده.
ډاکټرپژشکیان د جولائي په پنځمه نیټه د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاؤ کې د ایران د اسلامی جمهوریت نهم ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ایران د اسلامی جمهوریت د څوارلسم حکومت د ولمسشر ډاکټر مسعود پزشکیان د حکم د تائيدئې او سپارلو دستورې به د زمري یا اسد د میاشتې په اومه نیټه یعني په یکشنبې ورځې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په شتون سره ترسره شي.
د لوړې دستورې هم د ایران دپخواننیو ولسمشرانو په څیر د تائيدئې له دستورو وروسته د زمری یا اسد د میاشتې په نهمه نیټه د ایران د اسلامی شورا په ودانۍ کې ترسره کیږي.
ډاکټر پزشکیان د ولسمشرۍ د تنفیذ او لوړې ددستورو له ترسره کیدا وروسته باید خپل وړاندیزي وزیران د پارلیمان له استازو څخه د اعتماد د راي د اخستو لپاره د ایران اسلامی شورا یاپارلیمان ته ورمعرفي کړي.
نوي حکومت ته د قدرت د منتقلونکي بهیر په باب د ایران د اسلامی جمهوریت د قوانینو په اساس، له دې وروسته چې د ساتندویه شورا په وسیله د انتخاباتو روڼتیا او شفافوالی تائيد شو، د ساتندویه شورا د غړو په وسیله د ولسمشر باؤرلیک صادریږي، بیا د ساتندویه شورا غړي ، د ولسمشر باؤر لیک لاسلیک کوي او د رهبرس د ستر مقام دفتر ته ئې لیږي.
اعتبار نامه یا باؤر لیک؛د ټاکل شوي ولسمشر لپاره د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر ترسره کیدا د سمووالي د سند په معنا او د ټولو رایو او د هغه درایو شمیر پکې ذکر کیږي.
د ایران د اساسی قانون د ۱۱۰ اصل د ۹ مادې په اساس د ولسمشرۍ د حکم د تائيدولو دستورې، د خلکو په رایو سره د ولسمشر له ټاکل کیدا وروسته او د لوړې له دستورو مخکې ترسره کیږي چې د ایران د اسلامی نظام د معظم لارښود یو اختیار او دنده ده.
لکه څنګه چې د ولسمشر د حکم د تائيدولو دستورې په اساسی قانون کې د رهبرۍ په اختیاراتو کې دي ، کوم تشریفاتي اړخ نه لري او قانونا ، تر هغه م هاله چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ټاکل شوي ولسمشر حکم تنفیذ یا تائيد نه کړي، هغه پر مجریه قوې هیڅ مشري نه لري.
د ولسمشرۍ د حکم تائيدول همداراز د ولسمشرۍ پر پړاؤ د څارونکي رول لري او له ټاکل شوي اصل څخه د ولسمشر د انحراف په بڼه کې ، هغه بې باؤره او مشروعیټ نه لرونکی ګڼل کیږي. د اساسی قانون د یوسل لسم اصل د لسمې مادې په اساس،د ولسمشر څنګةکول د رهبرۍ یو داسې اختیار دی چې د پارلیمان له خوا د مجریه قوې د مشر د سیاسی نالایقتوب ته له راي ورکولو روسته یا د هیواد دلوړې محکمې له خوا د هغه د قضائي خلاف ورزۍ ح کم لاسلیک شي او هغه رسما له دغه مقامه څنګة کیږي.
د تنفیذ یا تائيدولو له دستورو وروسته مرحله ، د لوړې کول دي چې ولسمشر باید د ایران په اسلامی شورا یا پارلیمان کې شتون ولری او د اساسی قانون د ۱۲۱ اصل په اساس ، د ساتندویه شورا دغړو، دقضایه قوې د مشر او د نورو حکومتي او پوځي لوړپوړو چارواکو په شتون کې سوګند پورته کړي.
ټاکل شوی ولسمشر د اساسی قانون د ۱۲۱اصل په اساس لوړه کوي چې خپل ټول صلاحیت او وړتیاوې د هغو مسئولیّتونو دترسره کولو په لاره کې چې په غاړه ئې اخستي، کاروي او د لوړې په پاي کې د لوړې سند لاسلیک کوي.
د ټاکل شوي ولسمشر د لوړې په دستورو کې، د اسلامی شورا پر مشر او استازو سربیره ، ځینو داخلی او بهرنيو چارواکو او میلمنو ته هم بلنه ورکول کیږي.
د لوړې په دستورو کې یوه د پام وړ موضوع ، په دغو دستورو کې د ګډون لپاره بهرنیو میلمنو ته بلنه ورکول دي او په همدې لړ کې د اسلامی شورا د اجرائي مرستیال علی رضا شریفي په مشرۍ او د خارجه وزارت او د ولسمشرۍ د ماڼۍ د تشریفاتو د مدیرانو او د ټاکل شوي ولسمشر د نماینده علی نجفي په شتون سره د ولسمشرۍ د څوارلسم پړاؤ د لوړې د دستورو د ترسره کونکي کمیشن نړیواله کمیټه جوړه شوې ده.
د لوړې له دستورو ورسوته ، د پارلیمان دداخلی آئین نامې په اساس ، دوه اونۍ وخت لري څو خپل پروګرام او همداراز د خپلې کابینې وزیران مجلس ته ورمعرفي کړي چې په بارلیمان کې ئې د ترلاسه کیدا له اعلان وروسته به د وزیرانو په شتون سره تر یوې اونۍ پورې په تخصصي کمیشنونو کې وارزول شي او په نهایت کې د پارلیمان له خوا، کابینې ته د اعتماد د راي د ورکولو غونډه جوړیږي.