عراقچي: د ایران پر وړاندې د امریکا تجاوز د دیپلوماسۍ خیانت و 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i162436
پارس ټوډي - د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له خوا پر ایران د تجاوز اقدام د دیپلوماسۍ خیانت او د قانون حاکمیت، نړیوالو حقوقو او د اټومي وسلو د خپریدو مخنیوي رژیم ته بی‌ساری زیان وبللی. 
(last modified 2025-07-16T01:32:14+00:00 )
Jul 16, 2025 06:01 Asia/Kabul
  • عراقچي: د ایران پر وړاندې د امریکا تجاوز د دیپلوماسۍ خیانت و 

پارس ټوډي - د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له خوا پر ایران د تجاوز اقدام د دیپلوماسۍ خیانت او د قانون حاکمیت، نړیوالو حقوقو او د اټومي وسلو د خپریدو مخنیوي رژیم ته بی‌ساری زیان وبللی. 

سید عباس عراقچي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی، د دې غونډې په څنډو کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره وکتل.

نوموړي د ایران د خاوري بشپړتیا او ملي حاکمیت په وړاندې د صهیونیستي رژیم او امریکا د تجاوزاتو په وړاندې د ازبکستان د ملاتړ ستاینه وکړه او ویې ویل چې د اسرائیل نظامي تجاوز د تهران-واشنګټن خبرو په منځ کې او د امریکا په ملاتړ ترسره شو، او امریکا پخپله هم د ایران د سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو پر وړاندې نظامي تجاوز کړی دی.

هغه زیاته کړه: د واشنګټن دا اقدام د دیپلوماسۍ خیانت او د قانون حاکمیت او نړیوالو حقوقو ته بی‌ساری زیان دی.