د فلسطینیانو پر نړیوال ملاتړ د ایران ټینګار
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی، د صهیونیسټي رژیم پرضد د فلسطین د ملت پر نړیوال ملاتړ ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند«ناصر کنعاني» چافي په مجازي فضا کې په خپله شخصي پاڼه کې ولیکل: بې له شکه هرڅومره چې د فلسطینیانو په خلاف د صهیونیسټانو جنایتونه زیات شي، په نړۍ کې له فلسطینیانو ملاتړ او د اسرائیلو له توکمپال رژیم څخه به د خلکو کرکه نوره هم زیاته شي.
کنعاني چافي وویل: د یمن باعزته خلکو یو ځل بیا وښودله چې په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د پټولو او په سیمه او نړۍ کې د فلسطین له مظلوم ملت څخه د ملاتړ د مخنیوي په موخه د وېرې او ډار رامنځته کولو لپاره د ظالمو قدرتونو شرمونکې هڅې ناکامې شوې دي.
د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسي د اسرائیلو نسل وژونکي رژیم د لوېدیځو هېوادونو په بشپړ ملاتړ سره په غزې تړانګه او د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د بې دفاع او مظلومو فلسطینیانو په خلاف پراخ قتل عام پیل کړی او د اسرائيلو د غاصب رژيم د جنايتونو پر وړاندې د نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو چوپتیا، د صهيونیسټي رژيم د جنګي ماشين لخوا د فلسطيني ښځو او ماشومانو د وژنې د دوام لامل شوی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو له امله د شهیدانو او ټپیانو د وروستۍ احصائیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د حملو له پیله تراوسه، په دې سیمه کې ۳۸ زره ۹۸۳ فلسطینیان شهیدان او ۸۹ زره او ۷۲۷ نور هم ټپیان شوي دي.