د اسرائیلو اصلي برخې او سیمې به په نښه کړو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150576-د_اسرائیلو_اصلي_برخې_او_سیمې_به_په_نښه_کړو
د یمن د انصارالله غورځنګ ویاند پر دې خبرې په ټینګار سره چې د دغه هېواد وسله وال ځواکونه د صهیونیسټي رژیم د تیریو په ځواب کې هېڅ سره کرښه نه لري وویل: دغه ځواکونه به د اسرائیلو اصلي سیمې او برخې په نښه کړي.
(last modified 2024-07-22T06:58:55+00:00 )
Jul 22, 2024 09:58 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو اصلي برخې او سیمې به په نښه کړو

د یمن د انصارالله غورځنګ ویاند پر دې خبرې په ټینګار سره چې د دغه هېواد وسله وال ځواکونه د صهیونیسټي رژیم د تیریو په ځواب کې هېڅ سره کرښه نه لري وویل: دغه ځواکونه به د اسرائیلو اصلي سیمې او برخې په نښه کړي.

د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند«محمد عبدالسلام» وویل: د یمن پر الحدیده بندر باندې د اسرائیلو تیری ښکاره وو او د  ښکاره جنګ دښمني یې پیل کړه.

د یمن د انصار الله غورځنګ ویندوی پر دې په ټینګار سره چې له یمني ولس سره جګړه به آسانه نه وي، وویل: له صهیونیسټي دښمن سره د جګړې هېڅ اصولو ته به پابندي ونه کړو او د کړکېچ له زیاتېدو هم کومه ویره نه لرو.

د یمن د انصارالله دغه لوړرتبه چارواکي څرګنده کړه: د یمن مقاومت صهیونیسټي رژیم ته د ځواب ورکولو په تړاو د هرډول عواقبو د زغملو لپاره چمتو دی او توان لري او د صهیونیسټی رژیم د تیریو پر وړاندې د ځواب ورکولو څرنګوالی، د جګړې ماهیت او شرایط ټاکي.

عبدالسلام د دې په بیان سره چې په مختلفو سطحو کې د صهیونیسټي رژیم ټول حساس تاسیسات به زموږ هدف وي ټینګار یې وکړ: د دغه غورځنګ بل اصلي هدف د فلسطین له مظلوم ملت څخه دفاع او د یمن ولس د فلسطین د ولس پر وړاندې مسئولانه دریځ غوره کول دي.

دغه یمني چارواکي د یمن په الحدیده بندر کې د اسرائیلي جنګي الوتکو د حملې په غبرګون کې وویل: انصار الله به د هېڅ اور په مقابل کې شاتګ ونه کړي، بلکې دغه اورونه به د یمن د ولس مقاومت لاپسې زیات کړي.