عربستان له ایران سره اقتصادي ملګرتیا لپاره لیوالتیا څرګنده کړی ده
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت د اقتصادی ډیپلوماسۍ مرستیال له تهران سره د اقتصادی ملګرتیاو لپاره د ریاض د لیوالتیا خبر ورکړ او ویې ویل: د ایران او سعودی عربستان ګډ اقتصادی کمیشن به ډیر ژر ترسره شی.
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د اقتصادی ډیپلوماسۍ مرستیال مهدی صفری په یوه خبری غونډه کښې چې د ایران د دیارلسم حکومت د ډیپلوماسۍ د ۱۲۰۰ ورځو د نندارتون په څنډه کښې جوړه شوه ، د یوی پوښتنې په ځواب کښې چې ریاض ته یې خپل وروستی سفر ته اشاره وکړه او ویې ویل چی د عربستان د پانګونې له وزیر یی د ایران د نویو ټیکنالوژیود کتنې لپاره ایران ته د سفر بلنه ورکړی ده او د ایران او سعودی عربستان ترمینځ د ګډ اقتصادی کمیسیون غونډه به ډیر ژر جوړه شی. هغه همداراز وویل: ریاض له تهران سره د اقتصاد او تجارت. په برخه کښې همکارۍ ته لیواله دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د اقتصادی ډیپلوماسۍ مرستیال همداراز خبر ورکړ چې د ایران او سعودی عربستان د ګډ اقتصادی کمیسیون غونډه به په راتلونکو دوو یا دریو میاشتو کښې جوړه شی. هغه زیاته کړه: د دواړو هیوادونو د مشرانو په کچه به د جوړو شویو پلانونو په اساس غونډې او سلامشورې ترسره شی او په دغو غونډو کښې به د اقتصادپه شمول په مختلفو برخو کښې د ایران او سعودی عربستان ترمینځ د ملګرتیاو د پراختیا په هکله سلامشورې او خبرې اترې ترسره شی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د اقتصادی ډیپلوماسۍ مرستیال همدارنګه د ۲۵ کلن تړون د اجرا په چوکاټ کښې چین ته د ایرانی ریل ګاډی تګ ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د دغې موافقې له مخې د تعرفې اندازه ټاکل شوې ده. په همدې موخه به د څلورو هېوادونو ایران، قزاقستان، ترکمنستان او چین له لارې ایران ته د اورګاډي تګ تېره اوونۍ پیل شي.