د سینګاپور پاسپورټ د نړۍ تر ټولو پیاوړی پاسپورټ وبلل شو
سینګاپور یو بل نوی ریکارډ هم جوړ کړ او هغه دا دی چې د دغه هیواد ښاریز کولی شي د نړۍ له ۲۲۷ ځایونو چې وېزه ورته پکار ده، ۱۹۵ ته بې وېزې سفر وکړي.
د هینلي انسټیټیوټ د “پاسپورټ شاخص” له مخې، سږ کال سینګاپور د نړۍ تر ټولو ځواکمن پاسپورت لومړی ځای ګټلی، او د هغو شپږو هیوادونو له ډلې څ مخکې شو چې تیر کال یې دا لقب خپل کړی و.
سینګاپور یو بل نوی ریکارډ هم جوړ کړ او هغه دا دی چې د دغه هیواد ښاریز کولی شي د نړۍ له ۲۲۷ ځایونو چې وېزه ورته پکار ده، ۱۹۵ ته بې وېزې سفر وکړي.
په دې توګه پنځه هېوادونه فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او هسپانیا په یوه درجه کې راښکته شوي او په ګډه په دوهم ځای کې دي.
افغانستان د نړۍ د کمزوري پاسپورټ په لست کې په ۱۰۳م ځای کې پاتې دی، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې بل منزل ته لاسرسی له لاسه ورکړی او ښاریز یې یوازې ۲۶ هېوادونو ته له ویزې پرته ننوتی شي. دا شمیره په دې اداره کې د شاخص ثبتولو په 19 کلن تاریخ کې ترټولو ټیټه نمره ده.
له بلې خواامریکا له تیرې لسیزې خپل ټیټ ځای ته دوام ورکوی او اتم ځای ته راکښته شوی او یوازې 186 ځایونو ته پرې بې ویزې سفر کېدای شي.
دا په داسي حال کې ده ۱۰ کاله پخوا په ۲۰۱۴ م کال کې د امریکا او بریتانیا پاسپورټ په نړۍ کې لومړی ځای درلود.