د سینګاپور پاسپورټ د نړۍ تر ټولو پیاوړی پاسپورټ وبلل شو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150652-د_سینګاپور_پاسپورټ_د_نړۍ_تر_ټولو_پیاوړی_پاسپورټ_وبلل_شو
سینګاپور یو بل نوی ریکارډ هم جوړ کړ او هغه دا دی چې د دغه هیواد ښاریز کولی شي د نړۍ له ۲۲۷ ځایونو چې وېزه ورته پکار ده، ۱۹۵ ته بې وېزې سفر وکړي.
(last modified 2024-07-24T22:25:29+00:00 )
Jul 25, 2024 02:54 Asia/Kabul
  • د سینګاپور پاسپورټ د نړۍ تر ټولو پیاوړی پاسپورټ وبلل شو

سینګاپور یو بل نوی ریکارډ هم جوړ کړ او هغه دا دی چې د دغه هیواد ښاریز کولی شي د نړۍ له ۲۲۷ ځایونو چې وېزه ورته پکار ده، ۱۹۵ ته بې وېزې سفر وکړي.

د هینلي انسټیټیوټ د “پاسپورټ شاخص” له مخې، سږ کال سینګاپور د نړۍ تر ټولو ځواکمن پاسپورت لومړی ځای ګټلی، او د هغو شپږو هیوادونو له ډلې څ مخکې شو چې تیر کال یې دا لقب خپل کړی و.

سینګاپور یو بل نوی ریکارډ هم جوړ کړ او هغه دا دی چې د دغه هیواد ښاریز کولی شي د نړۍ له ۲۲۷ ځایونو چې وېزه ورته پکار ده، ۱۹۵ ته بې وېزې سفر وکړي.

په دې توګه پنځه هېوادونه فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او هسپانیا په یوه درجه کې راښکته شوي او په ګډه په دوهم ځای کې دي.

افغانستان د نړۍ د کمزوري پاسپورټ په لست کې په ۱۰۳م ځای کې پاتې دی، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې بل منزل ته لاسرسی له لاسه ورکړی او ښاریز یې یوازې ۲۶ هېوادونو ته له ویزې پرته ننوتی شي. دا شمیره په دې اداره کې د شاخص ثبتولو په 19 کلن تاریخ کې ترټولو ټیټه نمره ده.

له بلې خواامریکا  له تیرې لسیزې خپل ټیټ ځای ته دوام ورکوی او  اتم ځای ته راکښته شوی او یوازې 186 ځایونو ته پرې بې ویزې سفر کېدای شي.

دا په داسي حال کې ده ۱۰ کاله پخوا په ۲۰۱۴ م کال کې د امریکا او بریتانیا پاسپورټ په نړۍ کې لومړی ځای درلود.