په افغانستان کې د کمال خان بند د اصلاح اړتیا
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150694-په_افغانستان_کې_د_کمال_خان_بند_د_اصلاح_اړتیا
د ایران د اسلامي جمهوریت د اوبو او انرژۍ وزارت د چارو مرستیال، د ایران د اوبو د حق د تامین لپاره، د افغانستان د کمال خان بند د اصلاح پر ضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2024-07-26T07:48:48+00:00 )
Jul 26, 2024 12:16 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د کمال خان بند د اصلاح اړتیا

د ایران د اسلامي جمهوریت د اوبو او انرژۍ وزارت د چارو مرستیال، د ایران د اوبو د حق د تامین لپاره، د افغانستان د کمال خان بند د اصلاح پر ضرورت ټینګار وکړ.

محمدجوان بخت د هیرمند د اوبو د کمېشنرانو د اتمې ګډې غونډې په څنډه کې، د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي په ګډون، له افغان چارواکو سره په لیدنه کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د اوبو د حق د بشپړ تامین او د هامونونو له وچېدو څخه د مخنیوي په موخه، د کمال خان بند د اصلاح پر اړتیا یې ټینګار وکړ،

د هامونونو وچېدل، د دوړو او توپان د شدت لامل کېږي او د افغانستان او ایران د پولې دواړو غاړو ته، د خلکو لپاره سخت شرایط رامنځته کوي. د ۱۳۵۱ کال د هوکړې له مخې، د ایران د اوبو د حق تامین، که څه هم د کابل د هر وخت حاکمانو له خوا په هره دوره کې پرې ټینګار شوی دی، خو په عملي ډول ورته پام نه دی شوی. د جمهوریت پر مهال هم د کمال خان بند په ګډون، د بندونو جوړولو، د هیرمند سیند له لارې د ایران د اوبو حق تامین، له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. داسې چې د اوبو ډېره برخه، د مالګینو سیمو په لور هدایت کېږي، چې د سپوږمکۍ انځورونه هم دا موضوع تائیدوي.

د سیاسي چارو کارپوه مصطفی قاسمي په دې اړه وايي:

د جمهوريت په دوره کې د تهران او کابل ترمنځ د اړیکو د پراختیا مخالفانو هڅه کوله، چې د افغانستان د سیندونو په اوږدو کې، چې له ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا له ځینو هېوادونو سره د سیندونو په توګه ګڼل کېږي، بندونه جوړ کړي، داسې چې اوبه د سیمې له هېوادونو سره د کابل په اړیکو کې، د یوې ستراتیژیکې مسلې په توګه شامل کړي، چې د دې ناسمې پالیسۍ په خپلولو سره، په عملي توګه افغانستان یې له خپلو ګاونډیانو سره، په ستراتیژیکو ننګونو کې ښکېل کړی دی.

له همدې امله، ایران پر افغان لوري غږ کوي، چې د ۱۳۵۱ کال د هوکړې د سم تطبیق لپاره دې، جدي او د ځپلو نقطو د ټاکلو او د اندازه کولو او د ګډو تاسیساتو د جوړولو چارې ګړندۍ کړي، ځکه د گودزره مالګینو سیمو ته د هیرمند د دوه میلیارد متر مکعبه څخه د زیاتو اوبو انتقال، د افغان چارواکو له اعلان شوې هوکړې سره مخالف دی.

طالبان چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ایران د اوبو د حق پر تامین ټینګار کوي، د دې موضوع د عملي کولو لپاره باید د ایران د سیستان سیمې د یو میلیون وګړو د قانوني او عنعنوي حق د مراعاتولو په موخه، د «کمال خان» بند په برخه کې، باید اړین تخنیکي اصلاحات پلي کړي. طالبان ښه پوهېږي چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره په څېرمه سیمو کې د وچکالۍ رامنځته کېدل، نه یوازې ټولنیزې پایلې لري، بلکې د نه جبرانېدونکي چاپېریالي عواقب هم لري، چې تر ټولو مهم یې، د شګو او دوړو طوفانونه دي، چې بې له شکه، پر هوا اغېز کوي او د افغانستان د خلکو ژوند به هم اغیزمن کړي.

له همدې امله، د ایران اسلامي جمهوریت، د سیستان سیمې پر چاپېریال باندې د «بخش آباد» بند د جوړولو د منفي پایلو او د دوړو د توپان د شدت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، د طالبانو د جدي پاملرنې او د هامون سابوري چاپېریالي اوبو حق د برابرولو غوښتنه کوي.

که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د اوبو د حقوق په تړاو د ایران د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره په لیدنه کې، په دې تړاو د ایران د اسلامي جمهوریت د اندېښنو د تائیدولو ترڅنګ، د ۱۳۵۱ کال د هیرمند د تړون له مخې د ایران د اوبو د حقوق پر بشپړ تامین باندې ټینګار وکړ. خو په عمل کې طالبانو هېڅکله هم دا ډول ژمنې نه دي عملي کړي او که کومې اوبه هم د ایران په لور بهېدلي وي، د سیند او بند له اوبو څخه د ډېرېدو په صورت کې شوي دي.

په هر صورت، طالبان د افغانستان د واکمن په توګه، د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې مسئولیتونه لري، چې یو له هغو څخه مهم یې، د دوه اړخیزو تړونونو پلي کول دي، چې د ایران پر وړاندې تر ټولو مهم یې، د هیرمند له سیند څخه د ایران د اوبو د حق په اړه، د ۱۳۵۱ کال تړون دی.