ایران د اونۍ په هینداره کې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره کې نومې لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې د ایران د ځینو مهمو پيښو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآورو، او بیا مو هم رابولوو،دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .نو هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ.
*/*/*/*
د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په حضور کې د ایران دپارلیمان استازي
*/*/*/*/
په جرمني کې د اسلامی مرکز تړل کیدا او په تهران کې د جرمني د سفیر احضاریدل
*/*/*/*/
د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر لوړه،دڅه دپاسه ۶۰ هیوادونو د استازو پکې ګډون
*/*/*/*/
او په چین کې د فلسطین د مقاومتي ډلو ټپلو ترمینځ د یووالي موافقې د ایران له خوا تود هرکلی،په تیرې اونۍ کې د ایران ځیني مهمې پيښې دي البته دځينو موردونو په باب مو اوس هم رابولوو،د تحلیلي برخې آوریدوته
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د تیرې یکشنبې په ورځې د ایران د اسلامی شورا له مشر او استازو سره په کتنې کې د اتو مهمو ټکو په بیانولو سره؛یعني، د پارلیمان د ځواب وئيلو ضرورت،د نوي حکومت او مجلس رغنده تعامل،په مهمو مسئلو کې د هیواد د ارکانو د یوه خولۀ غږ پورته کیدا،د پارلیمان د قانون جوړولو لپاره کړۀ ناکړۀ، له افراط او تفر یط پرته څارنه،د استازو پر کړچار د څارونکي پلاوي اغیزشیندونکی فعالیت او په بهرني سیاست او نړیوالو مسئلو کې د پارلیمان جدي شتون په څير د مهمو موضوعګانو په بیانولو سره هیله وښودله پارلیمان او منتخب ولسمشر د ګډ مسئولیّت په احساسولو سره،له مؤمنو، کارنده، اتقلابی، راتلونکي ته هیله مندو،په پاکئ او صداقت مشهورو،ملی فکر لرونکو او اسلامی جمهوری نظام باندې د ژور اعتماد لرونکو کسانو څخه کابینه جوړه شي او د هیواد او خلکو مسئلې پرمخ بوځي .
حضرت آيت ا...العظمی سید علی خامنه اي په دغې کتنې کې چې له هغه سره د دولسم پارلیمان د استازو لومړنۍ کتنه وه،د مجلس ځائيګی ډير مهم او حساس وبالۀ او وې وئيل؛ پارلیمان دعمومي تصوّر په اپوټه یوازې پوښتنه کونکی نه دی،بلکې د هریوه فیصله کونکی او اقدام کونکي اورګان په څير باید دخداوندمتعال په بارګاه کې او د خلکو په مقابل کې د خپل کړچار او دندو په وړاندې ځواب ویونکي ووسي.
دوي په اقتصادي، کلتوری ،نړیوالو او نورو ډګرونو کې د ډاکټر پزشکیان کامیابی غوره وبله او وې وئيل؛باید ټول له منتخب ولسمشر سره د دندو په ترسره کولو کې مرسته وکړو او په بشپړ ډول باؤر ولرو چې د هغه بریالیتوب د مونږ ټولو بریالیتوب دی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د هیواد له ټولو هیوادونو څخه په مهمو مسئلو کې د یوه خولۀ غږ د آوریدو ضرورت ته په اشارې سره ووئيل، په دنیا کې ځيني په دې تمه دي چې د ایران د مسئولانو په خبرو کې د اختلافاتو نښې نښانې پيدا کړي؛ خو د اسلامی نظام ارکان دې په یوه خولۀ غږ سره دوي نهیلي کړي.
حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي دې ته په اشارې سره چې پارلیمان په بهرنیو مسئلو کې دحکومت لاسونه ډک کړي ،زیاته کړه؛ د بهرني سیاست په زمینې کې د پارلیمان اغیزشیندونکي او ښه اقدامات د یولسم پارلیمان سټراټژيک اقدام دی، البته ځینو په دغه قانون باندې اعتراض کړی او عیبونه ئې پکې لټولي دي چې مطلقا سم نه دي او دهغه قانون تصویبیدا یو ډیر سم کار ؤ.
د اسلامی انقلاب سترلارښود د هغو کسانو لپاره دضروري معیارونو او ځانګړنو په باب چې د اقتصاد، کلتور، سازندګي او تولید په چارو کې به وزیر او په میدان کې لوبغاړی وي،ووئيل؛داسې څوک باید د میدان لوبغاړی شي ، چې امین صادق، متدّین او په بشپړ ډول اسلامی جمهوری نظام ته معتقد وي.
دوي دخپلې وینا په پاي کې دغزې موضوع هماغه شان د اسلامی دنیا لومړنۍ موضوع وبلله او زیاته ئې کړه؛د میاشتو په تیریدا سره ، د خبیث غاصب رژيم د جنایتونو له پیلیدا څخه په ځينووګړو کې له دغه جنایت سره په مقابلې او محکومیّت کې لومړنۍ ولوله کمه شوې، خو دغزې د موضوع اهمیّت حتی له لومړي ورځو څخه لازیات دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د مقاومت زیاتیدونکي قدرت ته په اشارې سره زیاته کړې ده؛ د مقاومت په نامې سره له یوې وړې ډلې سره له غاصب صهیونیسټي رژيم سریه یو ځاي د امریکا په نامې سره یو لوي سیاسی، اقتصادي او پوځي حکومت جنګیږي او لکه څنګه چې دغه دواړه خبیثان بریالي شوي نه دي، حماس او مقاومتي چورلیز له مینځه یوسي، خپل بمونه په روغتونونو، ښونځیو او د مظلومو خلکو ،ښځو او ماشومانو پر سرونو غورځوي او د بشریّت په ضد جنایتونه کوي.
په یوشمیر اسلامی مرکزونو بندولو کې د جرمني د پولیسو په اقدام پسې،په تهران کې د جرمني سفیر هانس اودو موتسل د ایران خارجه وزارت ته احضار شو .
په دغې ناستې کې،د انساني حقوقوله اصولو سره د توپير او غلیمانه اقدام په محکومولو سره، هغه ته د ایران د اسلامی جمهوریت سخت اعتراض وار د واره ورسول شو.
د ایران د خارجه وزارت د اروپائي برخې عمومي مدیر د اسلام د دین دتعلیماتو په بیانولو، له افراط پالنې سره د مقابلې او دغه راز د دیني تقوا او خبرواترو د اصل دودیدا په بیانولو کې د هامبرګ د اسلامی مرکز پشمول د اسلامی مرکزونو ارزښتمنو او نه هیریدونکو خدماتو ته په اشارې سره ووئيل؛ له بده مرغه هغه څه چې اوس په جرمني کې رامینځةشوي دي،د ابراهیمي دینونو له تعلیماتو سره د مقابلې او له اسلام سره د مقابلې څرګند مصداق دی چې البته دهغو بل اړخ،دیکتاتوری او د تاؤتریخوالي قصدا دودول دي.
هغه زیاته کړې ده،دبې اساسه تورونو په مطرح کیدا سره د افراط پالو او تاؤتریخوالي د پلویانو او مشخصو ترهه ګرو ځیني ملاتړي بهیرونه،دیني تاؤتریخوالو ته په لمن وهلو پسې دي چې د جرمني مسلمانان او د نړۍ نور آزادفکره کسان به دغه پلانونه په سخته محکومه کړي.
د اروپائي چارو د برخې عمومی مدیرد دغه ډول ورانکارو اقداماتو د پایلو په باب د جرمني حکومت ته په خبرداري ورکولو سره روښانه کړې ده؛دغه شان اقدامات د بیان او فکر له آزادۍ سره دمقابلې او د افراط پالنې او تاؤتریخوالي د دودولو ښکاره مثالونه دي.
د احضاریدا په دغې ناستې کې د جرمني سفیر هم روښانه کړې ده چې وار د واره به دغه موردونه ، په جرمني کې اړونده چارواکو ته منعکس کړي.
د ایران د اسلامی شورا د ریئسه پلاوي یو غړي مجتبی یوسفي په پارلیمان کې د ولسمشر د سوګند ددستورو د ترسره کیدا په باب ووئيل؛ تراوسه پورې شپيتو هیوادونو د ولسمشر د سوګند د دستورو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی او په دغو دستورو کې ددغو هیوادونو د چارواکو شتون قطعي شوی دی.
هغه ووئيل، ددغو شپیتو هیوادونو پلاؤ کې ولمسشران، د پارلیمان مشران، صدراعظمان او نورو لوړپوړي چارواکي شامل دي .
دنوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې دستورې به د زمري د میاشتې په نهمه سه شنبې ورځې د ایران د اسلامی شورا یا پارلیمان په ستر هال کې د هیواد مسئولانو او داخلی او بهرنیو میلمنو په شتون سره ترسره شي.
همداراز د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په شتون سره نن د زمري په اومه نیټه هم دډآکټر مسعود پزشکیان د حکم تنفید یا تائيدئې دستورې هم د هیواد د حکومتي او پوځي چارواکو او چاروالو په شتون سره ترسره شوي دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعااني په خپل ایکس ټولنیز چینل کې لیکلی دي،د ملی پخلاینې او موافقې په لړ کې په بیجینګ کې د فلسطینیو ډلو ټپلو وروستۍ ناسته،یو ارزښتمند اقدام او په سمه لاره یو حرکت دی.
د ایران د خارجه و زارت ویندوي دغه راز زیاته کړې ده،ایران هماغه د تیر وخت په څيرپه چورلټ ډول د فلسطین دم لت د آ رمان او د اسرائيلو د آپارټائيډ رژيم له نیواکګرۍ سره په مقابلې کې د فلسطینیو ډلو ټپلو د اجماع او د قدس شریف په پلازمینې د فلسطین د خپلواکه حکومت د جوړیدا او د فلسطین ددرست تاریخي ټاټوبي دآزادۍ تحقق او د برخلیک د ټاکنې د بنیادي حق د اعمالولو په لاره کې د دوي ډله ایز حرکت ملاتړ کوي.
د فلسطین په مبارزو او مقاومتي ډلو ټپول کې فتح غورځنګ ،حماس غورځنګ، د فلسطین د آزادۍ لپاره ولسی جبهه،د فلسطین د آزادۍ لپاره ډيموکراټيک جبهه، ا سلامی جهاد غورځنګ، د فلسطین د ولسی مبارزې جبهه، د فلسطین د ملی نوښت جبهه، ستر قومانداني، د فلسطین ډیموکراټيک اتحاد، د فلسطین آزادۍ جبهه(پي ایل او)،دعربی برخې د آزادۍ جبهه، د فلسطین عربی جبهه او د ملی برخې د آزادۍ د جنګ مخکښانو غورځنګ شامل دي چې د چین په پلازمینې بیجنګ کې سریه غونډ شول، د خپلې دوه ورځنۍ په پاي کې ئې سره موافقه وکړه چې د فلسطین د هراړخیز او ټولشموله ملی وحدت ته ورسیږي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د ځوانانو د آزادۍ کشتۍ ملي ټيم دپنځو سرو زرو، دوو د سپينو زرو او د دوو زیّړو میډالونو په ګټلو سره په تایلینډ کې د آسیائي سیالیو اتلوالي وګټله .
د آ سیا د اتلوالۍ د ځوانانو دآزادۍ کشتۍ سیالۍ د جولائي په ۲۳ او ۲۴ نیټه د تایلینډ په سیراچا کې ترسره شوې او په پاي کې د ایران ملی ټيم په رده بندۍ کې د دوه سوه یو امتیازونو په ګټلو سره د اسیا د ځوانانو اتلوالي ترلاسه کړه او دغه راز قزاقستان په یوسل پنځوسو امتیازونو او ازبکستان هم په سوسل شپږ دیرشو امتیازونو سره په ترتیب سره دوهم او دریم مقام وګاټۀ.
همداراز د پاریس ۲۰۲۴ المبیک لوبې پرون شنبې ورځې د جولائي په ۲۷ نیټه پیل شوې او په دغو نړیوالو لوبو کې به هم دایران اته نمایندګان له خپلو سیالانو سره سیالۍ وکړي.
دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو تربلې اونۍ پورې په نوي مطلب سره چې ستاسو خدمت ته حاضریږو،نو تر هغه مهال مو په نیاؤمن خداي سپارو.
(ژباړن؛ سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************