په ایران کې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم پیل شول
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150800
د ایران د منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسم نن د ایران د اسلامي شورا په مقر کې ترسره کېږي.
(last modified 2024-07-30T09:55:25+00:00 )
Jul 30, 2024 14:21 Asia/Kabul
  • په ایران کې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم پیل شول

د ایران د منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسم نن د ایران د اسلامي شورا په مقر کې ترسره کېږي.

دغه مراسم څو شېبې وړاندې د اويا بهرنيو لوړ پوړو چارواکو او د نړيوالو سازمانونو د عمومي مشرانو په ګډون سره پیل شول.

د خبرونو له مخې؛ په دغه مراسمو کې د ایران د حکومت او پوځي چارواکو په ګډون، د قضائیه قوې مشر، د خبرګانو د شورا مشر، د نګهبان د شورا مشر، د مصلحت د شورا مشر او د دیارلسم دولت یو شمېر نور لوړ رتبه غړي ګډون لري.

د ایران د استازو د مجلس د ملي امنیت او بهرنۍ سیاست د کمیسیون غړي علاالدین بروجردي ویلي: په دغو مراسمو کې د یو شمېر هېوادونو دوه ولسمشرانو، شپږ لومړي وزیران، څلور د مجلسونو رئيسانو، څلور مرستیال رئيسانو، وزیرانو او ګڼ نورو ګډون کړی دی.

د افغانستان د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ یو پلاوی هم په دغه مراسمو کې ګډون لري.