اسرائیل د یوې شرمونکي ویرانۍ په تمه ووسي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ یوه غړي د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د ټرور له جنایت وروسته صهیونیسټ رژیم ته ګواښ وکړ او ویې ویل دغه رژیم باید د یوې شرمونکي ویرانۍ په تمه ووسي.
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي «حزام الاسد» وویل اسرائیل ولې اندیښمن دی؟ ځکه چې هغه شی چې د اسرائیلو انتظار باسي یوه شرمونکي ویراني ده.
په همدې اړوند د یمن د انصار الله غورځنګ مشر سید عبدالمک الحوثي په تیرې پنجشنبې ورځ قطر ته د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د مړي له رسیدا سره په یووخت ټینګار وکړ د مشرانو شهادت تل د خپلې لارې د دوام لپاره د مقاومت د خاونداینو په انګیزې باندې زیات اغیز لرلی دی او صهیونیسټ دښمن د خپلو جنایتونو په زیاتولو سره ځان الهي وعدې یعني دړې وړې کیدا ته نږدي کوي.
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر سید عبدالملک الحوثي ډاګینه کړه د اسماعیل هنیه ټرور د ټولو ادابو ، رسمونو او سپیڅلتیاو ښکاره خلاف ورزۍ ده او د هنیه ټرور اروپايي هیوادونه او ځینې عرب هیوادونه چې حتی دغه ټرور یې ونه غند رسوا کړل.
هغه دغه راز د لبنان د حزب الله غورځنګ د ستر قوماندان فواد شکر شهادت ته په اشارې سره وویل د بیروت په جنوبي سیمې د حملې جنایت او په فواد شکر باندې برید کول یو ښکاره تیری او خطرناک جنایت و.
د اسماعیل هنیه له شهادت وروسته د مقاومت د چورلیز لوړرتبه چارواکو او مسوولانو ویلي دي چې له صهیونیسټ رژيم څخه به د مقاومت د شهیدانو د وینې بدل واخلي.