د اسماعیل هنیه ټرور د نتانیاهو لپاره سټراټيژیکه ماتي ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150932-د_اسماعیل_هنیه_ټرور_د_نتانیاهو_لپاره_سټراټيژیکه_ماتي_ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوې مقالې کښې د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه ټرور د امریکا د ولسمشر جوبایډڼ له حکومت سره اړیکو ته د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د بې پامۍ نښه وبلله او د کارپيژاندو په نقل یې دغه ټرور د نتانیاهو لپاره سټراټيژیکه ماتي وبلله.
(last modified 2024-08-03T06:01:42+00:00 )
Aug 03, 2024 10:24 Asia/Kabul
  • د اسماعیل هنیه ټرور د نتانیاهو لپاره سټراټيژیکه ماتي ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوې مقالې کښې د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه ټرور د امریکا د ولسمشر جوبایډڼ له حکومت سره اړیکو ته د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د بې پامۍ نښه وبلله او د کارپيژاندو په نقل یې دغه ټرور د نتانیاهو لپاره سټراټيژیکه ماتي وبلله.

ګارډین ورځپاڼې ولیکل د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو تیره اونۍ هغه وخت چې په فلوریډا ایالت کښې د ریپبلیکن ګوند د کاندید ډونالډ ټرامپ په څنګ کښې ولاړ و په غزې تړانګه کښې د اوربند د لرلید په هکله مبهمې خبرې وکړې.

هغه له خپلو جنجال رامینځته کونکو خبرو دوه ورځې وروسته د امریکا کانګرس ته وویل مونږ هیله من یوو داسې موافقه وشي او وخت به وښي.

د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو امریکا ته په خپل درې ورځنې سفر کښې احتیاط کاوه چې د مي د میاشتې په یودیرشمه نیټه د جوبایډن د حکومت لخوا د شوي اوربند موافقې ته د ژمنې له ښودلو ډډه وکړي.

په داسې حال کښې چې امریکا ښکاره ټینګار درلود چې د سولې د پلان منل د حماس غورځنګ پرغاړه دي خو دغه حکومت هماغه راز پوهید چې نتانیاهو باید د اوربند هر ډول  دايمي موافقې لپاره د نه ګروهنې په دلیل تر دباو لاندې راولي.

خو د امریکا د راپورونو پراساس په داسې حال کښې چې داسې ښکاریدل نتانیاهو په ښکاره د اوربند د موافقې په هکله د خبرو په حال کښې و د حماس غورځنګ د مشر د ټرور کولو پلان درلود.

ګارډین ورځپاڼې د نتانیاهو له دغه پلان څخه د امریکا د خارجه وزیر انتوني بلینکن د نه خبریدا ادعا ته په اشارې سره وویل د دا ډول ټرور احتمالي پایلې ټولو ته روښانه دي.