اسرائیلو نن هم پینځه نور فلسطینیان شهیدان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150934-اسرائیلو_نن_هم_پینځه_نور_فلسطینیان_شهیدان_کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو جنګي الوتکو نن په نیواکي لویدیځه غاړه کښې په یوه ګاډي باندې برید کښې د حماس غورځنګ یو قومندان شهید کړ او دغه راز څلور نور فلسطینیان یې هم شهیدان کړل.
(last modified 2024-08-03T06:13:10+00:00 )
Aug 03, 2024 10:39 Asia/Kabul
  • اسرائیلو نن هم پینځه نور فلسطینیان شهیدان کړل

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو جنګي الوتکو نن په نیواکي لویدیځه غاړه کښې په یوه ګاډي باندې برید کښې د حماس غورځنګ یو قومندان شهید کړ او دغه راز څلور نور فلسطینیان یې هم شهیدان کړل.

د  اسرائیلو پوځ وویل چې دوې نن د لویدیځې غاړې په طولکرم سیمه کښې د وسله والو کسانو پرضد هوايي برید کړی دی.

بل خبر دا چې د لبنان اسلامي مقاومت حزب الله ته نږدې یوې سرچینې وویل چې اسرائیلو د ټرکونو په یوه کارون چې له سوریې څخه لبنان ته روان وو هوايي بریدونه کړي دي.

یوې سرچینې وویل چې اسرائیلو د سوریې او د لبنان په سرحد کښې په دریو ټرکونو بریدونه وکړل او د سوریې یو موټروان یې ژوبل کړ.