د بنګلادیش محصیلینو د مظاهرو اعلان وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150942-د_بنګلادیش_محصیلینو_د_مظاهرو_اعلان_وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د بنګلادیش محصیلینو نن هم په ټول هیواد کښې د مظاهرو د ترسره کولو اعلان وکړ.
(last modified 2024-08-03T10:46:22+00:00 )
Aug 03, 2024 15:12 Asia/Kabul
  • د بنګلادیش محصیلینو د مظاهرو اعلان وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د بنګلادیش محصیلینو نن هم په ټول هیواد کښې د مظاهرو د ترسره کولو اعلان وکړ.

د  بنګلادیش محصیلینو دغه راز له سبا څخه تر نامعلومې مودې پورې په ټول هیواد کښې د مظاهرو د  ترسره کولو اعلان وکړ.

دغه راز پرون په بنګلادیش کښې د احتجاج او د مظاهرو په وخت دوه کسان وژل شوي او سل کسان ژوبل شوي وو.

رسنۍ وايي چې د بنګلادیش د حکومت کوټه مخالف مظاهرو په وخت د وژل شویو کسانو کورنیو ته د انصاف د ورکولو غوښتنه کیږي.

په بنګلادیش کښې تیره اونۍ له تاوتریخوالو څخه په ډکو مظاهرو او احتجاجونو کښې تراوسه له دوه سوه څخه زیات کسان وژل شوي او دغه راز څه د پاسه دوه زره کسان د پولیسو لخوا نیول شوي هم دي.