اسرائیلو ادعا وکړه چې د حملې پیغام مو ترلاسه کړی
ایرنا خبري اژانس د فلسطین د سما خبري اژانس په قول وویل د صهیونیسټ رژيم رسنیو نن سهار ادعا وکړه چې ایران د هنګري هیواد له لارې د اسرائیلو رژیم پرضد د خپلې غچ اخیستونکي حملې په هکله پیغام استولی دی.
په همدې اړوند د اسرائیلو خارجه وزیر یسرائیل کاتس ادعا وکړه ایران مونږ په اسرائیلو رژیم باندې د حملې لپاره له خپلې حملې خبر کړي یوو او مونږ دغه پیغام د هنګري هیواد د خارجه وزیر پیټر سیجارتو له لارې ترلاسه کړی دی.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست علي باقري کني پرون د هنګري هیواد د خارجه وزارت او د تجارت له وزیر پیټر سیجارتو سره په ټیلي فوني خبرو کښې چې هیواد یې د اروپايي اتحادیې پړاویزه مشرۍ پرغاړه لري د سیمې د امنیت او د ثبات د ساتلو د اهمیت ، د نړیوالو حقوقو د قواعدو د خلاف ورزۍ په زمینه کښې د صهیونیسټ رژیم د اقداماتو د غندلو او د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا ، د ملي واکمنۍ او د امنیت د دفاع لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د جایز حق په هکله خبرې او سلامشوره وکړه.
د اسرائیلو جنایتکار ، ظالم او ناروا رژیم د ایران له غچ اخیستونکي حملې څخه سخت په ویره کښې دی او دغه رژیم ته د لسګونو خارجي هوايي شرکتونو د الوتکو الوتونه لغوه شوي دي او زرګونو اسرائیلیان په خارج کښې له مشکلاتو سره مخامخ شوي.