اسرائیلو اتیا فلسطیني دړې وړې شوي مړي وسپارل
مهر خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس وویل د څه د پاسه اتیا فلسطیني مړیو په سپارلو کښې چې په کامل ډول له مینځه تللي وو د صهیونیسټ رژیم اقدام د دغه رژيم د جنایتونو بې مخینې سویې ښودنه کوي.
حماس غورځنګ وویل د صهیونیسټ نیواکګر پوځ لخوا د څه د پاسه اتیا فلسطنیانو د مړیو سپارل چې په کامل ډول له مینځه تللي وو او د هغوې د هویت ټاکل ممکن نه دي د بشریت په تاریخ کښې د صهیونیسټ رژیم د بې مخینې جنایتونو د اوج او د صهیونیسټ د نازي پوځ وحشي توب نندرې ته وړاندې کوي.
بل خبر دا چې د اروپا او د مدیترانې د بشري حقوقو څارنې ادارې وویل صهیونیسټ رژيم په غزې کښې د روغتونونو ، د ژوبلو کسانو او د فلسطیني ناروغانو پرضد بشپړه جنګي جنایت ترسره کوي.
دغه ادارې وویل د غزې تړانګه هره ورځ د ژوندي پاتې کیدا لپاره د طبي ، تجهیزاتو، درملو ، خواړو او د نورو ضروري شیانو له ورتلو د اسرائیلو رژیم د بندیز او د کلابندۍ په دلیل د ناروغانو او د بیمارانو د مړینې کتونکي ده.