د تهران –ماسکو ملګرتیاوې مخ په پراختیا دي
د روسیې دملی امنیت د لوړې شورا منشي همدرااز په تهران کې د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر د مشر ا سماعیل هنیّه دترور تراخې پيښې ته په اشارې سره روښانه کړه، په دې موضوع هیڅکله سترګې نشي پټيدلی.
د روسیې دامنیت شورا منشي سر ګئ شویګو رشیا۲۴خبری چینل سره په خبرو کې ووئيل، د تهران او ماسکو ملګرتیاوې په ټولو زمینو کې په ډيرې چټکتیا سره د پراختیا په حال کې دي.
شویګو زیاته کړې ده ، د ایران د ا سلامی جمهوریت له ولسمشر مسعود پزشکیان، د ایران دملی امنیت د شورا له منشي علی اکبر احمیدان سره په کتنې کې ئې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د مختلفو موضوعګانو او همداراز د سورئې او لبنان د شرائطو په باب خبرې او د نظر تبادله کړې ده.
د روسیې دملی امنیت د لوړې شورا منشي همدرااز په تهران کې د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر د مشر ا سماعیل هنیّه دترور تراخې پيښې ته په اشارې سره روښانه کړه، په دې موضوع هیڅکله سترګې نشي پټيدلی.
سرګئ شویګو ووئیل، د شمال –جنوب له ټرانزیټي کریډور سره اړونده مسئلو په باب هم د ایران له چارواکو سره ئې د نظر تبادله کړې ده.
د روسیې د ملی امنیت د لوړې شورامنشي په سیمې کې د صهیونیسټي رژيم دزیاتیدونکی تاؤتریخوالي له پراختیا سره په یووخت ، د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا د منشي علی اکبر احمدیان په بلنې سره ددواړو هیوادونو ترمینځ د سټراټژيکو ملګرتیاؤ د دوام لپاره د یوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ تهران ته راغلی او د ایران له لوړپوړو چارواکو سره ئې لیدۀکاتۀ کړي دي