د ایران ، پاکستان الجزایر او د اردن خارجه وزیرانو خبرې وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست علي باقري کني د پاکستان له خارجه وزیر اسحاق ډار سره په کتنه کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې صهیونیسټ رژيم یو نسل وژونکی ورانکار دی چې هدف یې یوازې د فلسطین له مینځه وړل نه دي وویل صهیونیسټ رژیم به د ټولو اسلامي هیوادونو امنیت ته تاوان ورسوي.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست علي باقري کني په جدې کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د غونډې په څنګ کښې د خپلو کتنو په دوام کښې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او خارجه وزیر اسحاق ډار سره په کتنه کښې په سیمه او ډيرو اسلامي هیوادونو کښې د ترهګرو اقداماتو په ترسره کولو کښې د اسرائیلو ډيرو مخنیو ته په اشارې سره وویل د صهیونیسټ رژيم چارواکي ټرور ته د یوه سټراټيژیک سیاست په توګه ګوري نو ځکه خو باید د صهیونیسټانو دغه کړچار د ټولو اسلامي هیوادونو لپاره یو ګواښ وګڼو او په پریکنده توګه ورسره مقابله وکړو.
باقري کني په تهران کښې د اسماعیل هنیه په ټرور کښې د ایران د ملي امنیت او واکمنۍ باندې د صهیونیسټ جنایتکار رژیم له تیري وروسته د ایران له اسلامي جمهوریت څخه په ملاتړ کښې د پاکستان د خلکو او د حکومت د دریځونو په قدرونې سره وویل له نیکمرغه د نړۍ عمومي افکارو او په تیره بیا اسلامي دنیا د صهیونیسټ رژیم دغه ناوړه اقدام غندلی دی.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست علي باقري کني د الجزایر له خارجه وزیر احمد عطاف سره په کتنه کښې هم د دواړو هیوادونو ترمینځ له مخکې څخه زیات د اړیکو د پراخولو لپاره له ټولو ظرفیتونو په استفادې باندې ټینګار سره وویل ایران او الجزایر د فلسطین د مسلې په هکله جدي مسوولیت لري او او باید د اسرائیلو د جنایتونو د غندلو او د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره په نړیوال ډګر کښې ملګرتیا زیاته شي.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست علي کني او د اردن خارجه وزیر ایمن الصفدي هم په جدې کښې د اسلامي ملګرتیا د موسسې د غونډې په څنګ کښې د اسرائیلو رژیم د جنایتونو د بندولو او د صهیونیسټ رژیم د غندلو لپاره د اغیز شیندونکو او د رغنده فیصلو په غوره کولو ټینګار وکړ.
د اردن خارجه وزیر هم په تهران کښې د اسماعیل هنیه په ټرور کولو کښې د صهیونیسټ رژيم د اقدام په بیا غندلو سره په لویدیځې اسیا سیمه کښې د ثبات او د ارامښت د ټینګولو د کلید په توګه په غزې تړانګه باندې د وحشیانه یرغل د بندولو پرضرورت ټینګار وکړ.