د کامالا هریس د بریالیتوب چانس زیات دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151162-د_کامالا_هریس_د_بریالیتوب_چانس_زیات_دی
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی په امریکا کښې د یوې نوي نظر سنجې نتیجې وايي احتمال شته چې د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندیده کامالا هریس به د ریپیلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرامپ ته ماتي ورکړي.
(last modified 2024-08-08T11:46:38+00:00 )
Aug 08, 2024 16:13 Asia/Kabul
  • د کامالا هریس د بریالیتوب چانس زیات دی

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی په امریکا کښې د یوې نوي نظر سنجې نتیجې وايي احتمال شته چې د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندیده کامالا هریس به د ریپیلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرامپ ته ماتي ورکړي.

د اکونومیسټ او د یوګاو ګډه نظر سنجې وايي کامالا هریس د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې مخکښه او په زیات احتمال سره د روان میلادي کال د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پیاوړي  ګټونکي ده.

د امریکا څلویښت فیصده خلکو چې د اګست د میاشتې له څلورمې تر شپږمې نیټې پورې ورسره مرکې وشوې باوري دي چې د ولسمشر اوسنۍ مرستیاله کامالا هریس د روان میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د سیالیو احتمالي بریالۍ کاندیده او اته دیرش فیصده امریکایان بیا باوري دي چې ډونالډ ټرامپ انتخابات ګټي.

بل خبر دا چې د امریکا اوسني ولسمشسر جوبایډن وویل پخوانی ولسمشر ټرامپ به په انتخاباتو کښې ماتي ونه مني.