سوریې کښې د امریکا په اډې برید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151188-سوریې_کښې_د_امریکا_په_اډې_برید_شوی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو نن سهار د سوریې په شمال ختیځ کښې په الحسکه ولایت کښې د امریکا د عسکرو په یوې اډې د بې پایلوټه الوتکې د حملې خبر ورکړ.
(last modified 2024-08-09T23:55:46+00:00 )
Aug 10, 2024 04:23 Asia/Kabul
  • سوریې کښې د امریکا په اډې برید شوی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو نن سهار د سوریې په شمال ختیځ کښې په الحسکه ولایت کښې د امریکا د عسکرو په یوې اډې د بې پایلوټه الوتکې د حملې خبر ورکړ.

د سوریې ځايي سرچینو د الحسکه ولایت په شمالي سیمه کښې په خراب الجیر کښې د امریکا د پوځیانو په اډې کښې د څو بم چاودنو خبر ورکړ.

له دغو چاودنو وروسته چې ویل کیږي د بې پایلوټه الوتکې له حملې وروسته شوي دي د امریکا د عسکرو د اډې دننه اور لګیدلی او لوږي یې اسمان ته پورته شوي دي.

د دغه حملې د مرګ ژوبلو او د رسیدلي تاوانونو په هکله نور  جزیات نشته.