ایران د امریکا په انتخاباتو کښې اینټرنیټي دخالت نلري
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د نمایندګۍ دفتر وویل چې تهران د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې سایبري لاسوهنه نلري.
په نیویارک کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د نمایندګۍ دفتر د سایبري حملو له لارې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ایران د لاسوهنې د تور په هکله د «مایکروسافټ» شرکت د ادعا په اړه رسنیو ته په ځواب کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت په خپله د هیواد د صنایعو او د عمومي خدماتو د مرکزونو د بیخ بنایانو پرضد د بیلابیلو سایبري یرغلیزو عملیاتو قربانی و او دی.
په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د نمایندګۍ دفتر دغه راز په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران سایبري قدرت دفاعي او له هغو ګواښونو سره متناسب دی چې تهران ورسره مخامخ کیږي او د ایران اسلامي جمهوریت د سایبري یرغل لپاره هیڅ هدف او پروګرام نلري زیاته کړه د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو موضوع د دغه هیواد کورنۍ مسله ده او ایران په دغو انتخاباتو کښې هیڅ لاسوهنه نلري.