د شهید هنیه د وینې بدل اخیستل خپله دنده ګڼو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151192-د_شهید_هنیه_د_وینې_بدل_اخیستل_خپله_دنده_ګڼو
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سپاه قدس ځواک قومندان د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر نوي مشر «یحیی ابراهیم السنوار »ته په یوه لیک کښې د شهید اسماعیل هنیه د وینې د غچ په اخیستلو ټینګار وکړ.
(last modified 2024-08-09T20:45:44+00:00 )
Aug 10, 2024 01:13 Asia/Kabul
  • د شهید هنیه د وینې بدل اخیستل خپله دنده ګڼو

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سپاه قدس ځواک قومندان د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر نوي مشر «یحیی ابراهیم السنوار »ته په یوه لیک کښې د شهید اسماعیل هنیه د وینې د غچ په اخیستلو ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سپاه قدس ځواک قومندان سردار اسماعیل قااني د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر نوي مشر یحیي ابراهیم سنوار ته د مبارکۍ په پیغام کښې ولیکل شهید اسماعیل هنیه واقعا د اسلامي مقاومت زړور مشر او یو ارزښمن او متین شخصیت و کوم چې په اسلامي دنیا کښې وحدت رامینځته کړ.

هغه وویل هماغه ډول چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښو  حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وفرمائیل خپله دنده ګڼو چې په ایران اسلامي جمهوریت کښې په ترخې پیښې کښې د اسماعیل هنیه د وینې بدل واخلو .

سردار قااني زیاته کړه شک نشته چې د دغه ستر شهید وینه به د ایران د اسلامي جمهوریت په لاس د صهیونیسټ رژیم په سخت سزا کولو اغیز وشیندي.

په  اسلامي مقاومت کښې د تاسو وروڼو له اتلوالۍ ډک جهاد به  له مخکې څخه زیات د سزا اغیز وکړي او ډیر زر به د دغه منخوسې ښکارندې( اسرائیلو) د له مینځه تلو سبب شي.