د شهید هنیه د وینې بدل اخیستل خپله دنده ګڼو
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سپاه قدس ځواک قومندان د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر نوي مشر «یحیی ابراهیم السنوار »ته په یوه لیک کښې د شهید اسماعیل هنیه د وینې د غچ په اخیستلو ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سپاه قدس ځواک قومندان سردار اسماعیل قااني د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر نوي مشر یحیي ابراهیم سنوار ته د مبارکۍ په پیغام کښې ولیکل شهید اسماعیل هنیه واقعا د اسلامي مقاومت زړور مشر او یو ارزښمن او متین شخصیت و کوم چې په اسلامي دنیا کښې وحدت رامینځته کړ.
هغه وویل هماغه ډول چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښو حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وفرمائیل خپله دنده ګڼو چې په ایران اسلامي جمهوریت کښې په ترخې پیښې کښې د اسماعیل هنیه د وینې بدل واخلو .
سردار قااني زیاته کړه شک نشته چې د دغه ستر شهید وینه به د ایران د اسلامي جمهوریت په لاس د صهیونیسټ رژیم په سخت سزا کولو اغیز وشیندي.
په اسلامي مقاومت کښې د تاسو وروڼو له اتلوالۍ ډک جهاد به له مخکې څخه زیات د سزا اغیز وکړي او ډیر زر به د دغه منخوسې ښکارندې( اسرائیلو) د له مینځه تلو سبب شي.