محمد یونس د بنګلادیش د موقته حکومت مشر شو
(last modified Sat, 10 Aug 2024 00:26:29 GMT )
Aug 10, 2024 04:56 Asia/Kabul
  • محمد یونس د بنګلادیش د موقته حکومت مشر شو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سولې د نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس د بنګلادیش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد له څنګ ته کیدا وروسته د دغه هیواد د موقته حکومت په توګه لوړه وکړه.

د محمد یونس د لوړې مراسم د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې وشول او محمد یونس د بنګلادیش د ولسمشر محمد شهاب الدین په شتون سره د موقته حکومت د لوړرتبه سلاکار په توګه چې د لومړي وزیر برابر دی لوړه وکړه.

په دغو دستورو کښې سیاسي مشرانو ، د مدني ټولنې غړیو او د پوځ  جنرالانو او ډيپلوماټانو شتون درلود.

بل خبر دا چې د هندوستان رسنیو راپور ورکړی دی چې د بنګلادیش د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد له قدرت څخه په لیرې کولو کښې د پاکستان جاسوسۍ اداره ایي ایس ايي(ISI) لاس لري.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په اسلام اباد کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې د هندوستان تور رد کړ او ویې ویل پاکستان د بنګلادیش د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد له واک څخه په لیرې کولو کښې هیڅ لاس نلري او د هندوستان تورونه هسې ګونګوسې دي.