اسرائیلو په لبنان کښې د حماس یوبل مهم مشر ټرور کړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو پوځ وايي د حماس یو جګپوړی امنیتي چارواکی یې لبنان کې په هوايي برید کې شهید کړی
د اسرائیل پوځ تایید کړې چې د لبنان صیدا ښار ته نږدې یې یو موټر په هوايي برید کې په نښه کړی او د فلسطین د حماس غورځنګ یو امنیتي چارواکيییې په کې شهید دی.
اسرائیلي ځواکونو وژل شوی کس 'سامر الحاج' بللی چې د دوی په وینا له لبنان څخه پر اسرائیل د بریدونو مسوول و.
دی د لبنان په صیدا ښار کې د فلسطیني کډوالو له ټولو په ستر پنډغالي 'عین الحلوه' کې د حماس د ډېرو مهمو څېرو له ډلې بلل شوی.
دا په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د لبنان په صیدا ښار کې د خپلې بڼې لومړنی برید دی.
عین الحلوه کمپ هم د فلسطینيانو د نورو ټولو پنډغلو په څېر د ۱۹۴۸ کال جګړې له کبله د بېځایه شویو فلسطینیانو د مېشتېدو لپاره جوړ شوی دی.
د اسرائیل پوځ تېرې لس میاشتې په غزې کې د جګړې ترڅنګ په نورو سیمو کې هم د حماس او حزبالله پر اهدافو بریدونه جاري ساتلي دي.
د لبنان حزبالله غورځنګ بیا د اسرائیل پر شمالي سیمو د توپونو، توغندیو او ډرونونو بریدونه کوي.
دا نښتې که څه هم تر اوسه تر ډېره په سرحدي سیمو پورې محدودې پاتې شوې، خو په دې وروستیو کې د حماس او حزبالله د مهمو مشرانو له وژل کېدو سره یې په بشپړه جګړه د اوښتلو خطر ډېر شوی دی.
تېره اوونۍ همدې سیمې ته نږدې په یوه بل ورته برید کې د حزبالله جګپوړی پوځ قوماندان 'فواد شکر' په نښه شو.
د هغه تر شهید کېدو یوازې څو ساعته وروسته په تهران کې د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه په یوه برید کې شهید شو.
ښاغلی هنیه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لومړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی و.
تهران او د حماس او حزبالله په څېر سیمه ییز متحدان یې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو پړه پر اسرائیل اچوي او ګواښ یې کړی چې غچ به یې واخلي.