د غزې د لمونځ کونکیو وژله د امریکا په ملاتړ ترسره شوه
(last modified Sat, 10 Aug 2024 08:18:22 GMT )
Aug 10, 2024 12:48 Asia/Kabul
  • د غزې د لمونځ کونکیو وژله د امریکا په ملاتړ ترسره شوه

د ایرنا د خبر له مخې په غزه کښې د فلسطین د حکومت اطلاعاتو دفتر نن اعلان وکړ چې د صهیونیسټی رژیم پوځیانو په غزه کښې د نسل وژنې او نسل پاکونې په لړ کښې یو نوی قتل عام ترسره کړ چې له امله یې څه دپاسه سل(۱۰۰) کسان شهیدان شول .

 

د فلسطین د اطلاعاتو ادارې د غزې په الدرج سیمه کښې په یوه ښوونځی د صهیونیسټی رژیم په هوایی حملې کښې د څه دپاسه سلو لمونځ کونکو د شهادت په غبرګون کښې اعلان وکړ چې د دغه وحشتناک جنایت مسئولیت د امریکا او دغه رژیم په غاړه دی.

د ایرنا د خبر له مخې په غزه کښې د فلسطین د حکومت اطلاعاتو دفتر نن اعلان وکړ چې د صهیونیسټی رژیم پوځیانو په غزه کښې د نسل وژنې او نسل پاکونې په لړ کښې یو نوی قتل عام ترسره کړ چې له امله یې څه دپاسه سل(۱۰۰) کسان شهیدان شول .

په غزه کښې دفلسطین دحکومت د اطلاعاتو دفتر زیاته کړه: مونږه دصهیونیسټ رژیم دغه وحشتناکه جنایت په کلکه غندو او له ټولې نړۍ غواړو چې دغه جنایت وغندي .

د دغه رپوټ له مخې د وژنو د زياتوالي او د شهيدانو د شمېر د زياتوالي له امله د ژغورنې ډلې تراوسه نه دي توانيدلي چې د ټولو شهيدانو مړي له کنډوالو راوباسي. د غزې په الدرج سیمه کښې په ښوونځی د صهیونیسټی رژیم د  هوایی حملې د جنایت زیاتره شهیدان ماشومان او بوډاګان دی.

 

د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهسې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو کښې تراوسه څه دپاسه څلویښت زره کسان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دی شهیدان شوی دی .

له دغو ټولو جنایتونو سره سره صهیونیسټ رژیم اعتراف کړی دی چې له څه دپاسه لسو میاشتو جنګ وروسته تراوسه په دې نه دی توانیدلی چې په دغه جنګ کښې خپلو هدفونو ته  ورسي چې د حماس غورځنګ له مینځه وړل او له غزې تړانګې د صهیونیسټانو د بندیانو ایستل دي .

 

ټیګونه