حماس غورځنګ د اسرائیلي عسکر د وژلو مسوولیت پرغاړه واخیست
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151270-حماس_غورځنګ_د_اسرائیلي_عسکر_د_وژلو_مسوولیت_پرغاړه_واخیست
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام غونډ په یوې بیانیې کښې د لویدیځې غاړې په شمال کښې د اردن په غور سیمه کښې د ډزو چې یو صهیونیسټ عسکر پکښې ووژل شو مسوولیت پرغاړه واخیست.
(last modified 2024-08-12T03:28:17+00:00 )
Aug 12, 2024 07:54 Asia/Kabul
  • حماس غورځنګ د اسرائیلي عسکر د وژلو مسوولیت پرغاړه واخیست

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام غونډ په یوې بیانیې کښې د لویدیځې غاړې په شمال کښې د اردن په غور سیمه کښې د ډزو چې یو صهیونیسټ عسکر پکښې ووژل شو مسوولیت پرغاړه واخیست.

القسام غونډ ټینګار کړی دی چې د حماس غورځنګ د پوځي څانګې مجاهدان پرون له صفر واټن څخه په ډزو کولو بریالي شول.

په اغوار شمالي سیمه کښې «میحولا» صهیونیسټي ښارګي ته نږدې د دوریشت کلن صهیونیسټي «یوناتان دویچ »په ګاډي برید وشو او هغه ووژل شو.

القسام غونډ وویل په دې سربیره چې د دغه حملې مسوولیت پرغاړه اخلي ټینګار لري چې دغه برید د شهیدانو د وینې د انتقام اخیستل او په غزې کښې په «التابعین» مدرسې باندې د بمبارۍ جنایت ته یو ځواب دی.

صهیونیسټ نیواکګر رژیم د امریکا ، د بریتانیا ، د فرانسې، د کاناډا او د نورو ډیرو اروپايي هیوادونو او دغه راز د ځینو عربو هیوادونو په مرستې او ملاتړ سره د فلسطین د غزې تړانګې د  خلکو وژلو او د هغوې بې کوره کولو ته دوام ورکړی دی.