اسرائیل د مقاومت د چورلیز له حملې څخه په ویره کښې دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د شهید اسماعیل هنیه له ټرور وروسته صهیونیسټ رژیم د مقاومت د چورلیز د سختې غچ اخیستونکي حملې له پایلو د ویریدا په وجه د خپل هوايي ځواک تیارسی تمدید کړ.
د صهیونیسټ رژیم «واللا» اینټرنیټ پاڼې د ایران د نږدې ترسره کیدونکي حملې اټکلونو ته په پام سره د اسرائیلو د هوايي ځواک او د پوځي استخباراتو د تیارسی د حالت د زیاتیدا خبر ورکړ.
د صهیونیسټ رژيم راډیو د سړکونو خالي کیدا او هغو اندیښنو ته په پام سره چې د هر صهیونیسټي په مخ کښې ښکاره دي هغه د کورونا ویروس شرایطو ته ورته وبللې.
دغه ویره او اضطراب نه یوازې د نیواکي ټاټوبو په وسیدونکو بلکې د صهیونیسټ رژيم په حکومتي چارواکو کښې هم لیدل کیږي.
د صهیونیسټ رژيم د جنګ وزیر «یواو ګالانټ» په دغه رژیم باندې د ایران د غچ اخیستونکي حملې په هکله د امریکا له دفاع وزیر «لویډ اسټین» سره په خبرو کښې وویل ایران په اسرائیلو باندې د یوې سترې حملې لپاره د چمتو کیدا په حال کښې دی او د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارو اټکلونه وايي د اسماعیل هنیه ټرور ته په ځواب کښې د ایران غچ اخیستونکي حمله به په راتلونکو څو ورځو کښې ترسره شي.