د یمن په حکومت کښې بدلون راوستل شو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي محمد المشاط په یوه حکم کښې د دغه هیواد د چارو د پرمخ وړونکي حکومت غړي بدل کړل او د بدلون او د رغونې د حکومت د جوړولو حکم یې ورکړ.
د یمن د بدلون او د رغونې په حکومت کښې احمد غالب ناصر الرهوي د لومړي وزیر په توګه شتون لري.
الرهوي له دې مخکې د یمن د لوړې سیاسي شورا غړی و.
له الرهوي مخکې عبدالعزیز بن حبتور د یمن لومړی وزیر و.
المشاط دغه راز په یوه حکم کښې عبدالعزیز بن حبتور چې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت پخوانی لومړی وزیر و د یمن د لوړې شورا سیاسي شورا د نوي غړي په توګه وټاکه.
د یمن په نوي حکومت کښې علامه محمد احمد مفتاح د لومړي وزیر د لومړي مرستیال په توګه شتون لري.
د یمن په نوي حکومت کښې جمال احمد علي عامر د خارجه او د مهاجرت د وزیر په توګه وټاکل شو او هغه د هشام شرف عبدالله ځای ناستی شو.
د ویلو ده چې د یمن نور ډیر سیاسي او پوځي چارواکي هم بدل رابدل کړی شوي دي او په پراخه سویه په حکومت کښې بدلون راوستل شوی دی.
مخکې د یمن لوړې سیاسي شورا د تیر هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په لومړۍنیټه د عبدالعزیز بن حبتور په مشرۍ د چارو د پرمخ وړونکي حکومت ړنګیدل اعلان کړي وو.