په غزې کښې د فلسطین د مظلومو خلکو وژله، «د پيړۍ جنایت» دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151402-په_غزې_کښې_د_فلسطین_د_مظلومو_خلکو_وژله_د_پيړۍ_جنایت_دی
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر په غزې تړانګه کښې د فلسطین د مظلومو او بیګناه خلکو په وژله کښې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو دوام د پيړۍ جنایت وباله.و
(last modified 2024-08-15T23:36:41+00:00 )
Aug 16, 2024 04:05 Asia/Kabul
  • په غزې کښې د فلسطین د مظلومو خلکو وژله، «د پيړۍ جنایت» دی

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر په غزې تړانګه کښې د فلسطین د مظلومو او بیګناه خلکو په وژله کښې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو دوام د پيړۍ جنایت وباله.و

«سیدعبدالملک بدرالدین الحوثي» پرون د غزې ښار په التابعین ښوونځي باندې د صهیونیسټي رژيم حملې ته په اشارې سره وویل: د سهار په لمونځ کونکو باندې دغه حمله په تیره اونۍ کښې د صهیونیسټي دښمن ترټولو ستر جنایت و.

هغه د غزې د جنګ په وړاندې د عربانو او مسلمانانو په کړچار باندې په نیوکې سره زیاته کړه: د غزې په مرسته کښې د اسلامي امت ماتې، د صهیونیسټي دښمن خدمت او د فلسطین د ولس په ټریجیډۍ کښې یوه ونډه ده.

الحوثي همداشان وویل چې په غزې تړانګه کښې د مقاومت مجاهدان په بې مثاله صبر، استقامت، سرشندنې او شجاعت سره په خپلې جهادي دندې عمل کوي.

د انصارالله مشر د صهیونیسټي رژیم ترهګرو اقداماتو ته د مقاومت د چورلیز د ځواب په هکله هم وویل: له غزې څخه ملاتړ له ټولو جبهو دوام لري او دښمن ته ځواب به هیڅکله لغو نه شي او دا یوه اخلاقي، انساني او اعتقادي ژمنه ده.