د نیواکي فلسطین په لور د امریکې ټولې الوتنې کینسل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151494-د_نیواکي_فلسطین_په_لور_د_امریکې_ټولې_الوتنې_کینسل_شوې
د اسرائیلو د رژیم د راډیو او ټیلیویژن ادارې نیواکي فلسطین ته د امریکې د ټولو پروازونو د لغو کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2024-08-18T23:26:44+00:00 )
Aug 19, 2024 03:52 Asia/Kabul
  • د نیواکي فلسطین په لور د امریکې ټولې الوتنې کینسل شوې

د اسرائیلو د رژیم د راډیو او ټیلیویژن ادارې نیواکي فلسطین ته د امریکې د ټولو پروازونو د لغو کیدو خبر ورکړ.

ایرنا د اسرائیلو در اډیو او ټیلیویژن په حواله لیکلي چې د امریکې هوايي لیکو د ۲۰۲۵ کال تر اپریل میاشتې پورې نیواکي فلسطین ته او له هلته نه هم خپلې ټولې الوتنې کینسل کړې دي.

له دې مخکښې "یسرائیل هیوم" نوې اسرائیلي ورځپاڼې هم لیکلي وو چې د «امریکن ایرلاینز» ستر شرکت د راتلونکي کال تر اپریل میاشتې نیواکي فلسطین ته خپلې الوتنې لغوه کړې.

هم داشان څو ورځې مخکښې ډلټا ایرلاین ویلي وو چې له نیویارک څخه د تل ابیب په لور یې خپلې الوتنې د روانې آګست میاشتې تر ۳۱ نیټې لغو کړې دي.

همداشان د بلغاریا، لیتواني او ایتوپیا هیوادونو هوايي لیکو هم ویلي چې نیواکي فلسطین ته یې خپلې ټولې الوتنې کینسل کړې دي.

د شهید اسماعیل هنیه ټرور ته د ایران د اسلامي جمهوریت له جوت ځوابه او همداشان د شهید فواد شکر ټرور ته د لبنان د اسلامي مقاومت له غبرګون څخه د صهیونیسټانو ذهني لالهاندي او پریشاني ورځ تر بلې په زیاتیدو ده.