صهیونیسټ رژیم به په مناسب ځاې او وخت کښې سزا کړو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د مشر ځای ناستي «علي فدوي» بیګا وویل صهیونیسټ رژیم به په پریکنده توګه د ایران د اسلامي جمهوریت په خاوره کښې د اسماعیل هنیه د شهیدولو په دلیل په مناسب وخت او ځاې کښې سزا کړو.
هغه د شلمچه سرحد د لیدو په وخت له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل صهیونیسټ ماشوم وژونکي او جعلي رژيم خپل لیونتوب ته دوام ورکړ او د ایران په خاوره کښې یې اسماعیل هنیه شهید کړ او ایران به په مناسب وخت او ځاې کښې د دغه شهادت بدل واخلي.
علي فدوي په دې خبرې سره چې د شهید اسماعیل هنیه د وینې بدل اخیستل په خپل ځاې پاتې دي وویل د اسماعیل هنیه د وینې د بدل د اخیستلو او د صهیونیسټ رژیم د سزا کولو وخت او څرنګوالی به مونږ وټاکو او دغه کار به په پریکنده توګه ترسره شي.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د قومندان ځاې ناستي علي فدوي وویل په نیواکي ټاټوبو کښې غوغا ده چې د صهیونیسټ رژیم لپاره له سزا څخه د مرګ انتظار لا سخت دی او اسرائیل شپه او ورځ د ایران د حملې په تمه دی.
علي فدوي وویل صهیونیسټ غاصب رژیم د شهید اسماعیل هنیه په ټرور کولو سره ستر جنایت وکړ او دا ځل به دغه رژیم له مخکې څخه زیات تنبیه کیږي.
هغه دې ته په اشارې سره چې د حسیني اربعین لاریون د لویدیځو رسنیو له بایکاټ سره سره نړیوال شوی دی وویل دښمن د ایران د اسلامي نظام د ختمولو لپاره ډیرې دسیسې او یرغلونه کړي دي خو د خدای پاک په مهربانۍ او د ایران د خلکو او د چارواکو په هوښیارۍ سره دغه دسیسې شنډې شوي او هیڅه نتیجې ته نه دي رسیدلي.