د سوریې په سویدا کښې له زرو زیات کسان وژل شوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې د بشري حقوقو څارونکي موسسې په یوه راپور کښې د سویدا ولایت په جنګونو کښې د یوزر او درې سوه شپږ څلویښت کسانو د وژل کیدا خبر ورکړ.
دغه موسسې وویل د سوریې د سویدا ولایت په نښتو کښې د ټولو ښیکلو لورو یو زره او درې سوه شپږ اتیا کسان وژل شوي چې درې سوه شپږ اتیا یې ملکي وګړي دي.
دغه راپور زیاتوي چې دوه سوه اته دیرش کسان هم د سوریې د دفاع وزارت او د کورنیو چارو د وزارت د ځواکونو لخوا په واټونو کښې اعدام او پانسي شوي دي.
د سوریې د بشري حقوقو موسسې په خپل راپور کښې په جنوب کښې په سویدا ولایت کښې د دغو جنایتونو د عاملانو د سزا کولو او غور کولو لپاره د خپلواکه او د بې پلوه کمیټۍ د جوړولو غوښتنه وکړه.
په سوریې کښې واک ته د ابو محمد جولاني له رسیدا وروسته چې امریکا، عربو هیوادونو او ترکیې واک ته رسولی دی کورني جنګونه شوي او اسرائیلو رژیم هم د سوریې ډیرې زیاتې سیمې نیولي دي خو د جولاني ځواکونو هیڅ ډول مقاومت نه دی کړی چې د صهیونیسټ رژیم مخه ونیسي.
د اسرائیلو رژیم د سوریې دفاعي مرکزونه او مهمې بیخ بنایانې هم په بمباریو سره تباه کړي دي.