یمن به د امریکا حملې ته ځواب ورکړي
المیادین ټیلي ویژن راپور راکړی د یمن د حکومت د خارجه چارو وزیر« جمال احمد علي عامر» د یمن له وسله والو ځواکونو سره په مقابلې کولو کښې د امریکا د لالهاندۍ او د استیصال خبر ورکړ.
هغه د یمن په الحدیده بندر باندې د صهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې ته د غبرګون په حتمي کیدا باندې ټینګار سره وویل د اسرائیلو نیواکګر رژيم تیریو ته د ځواب د ورکولو او د هغه د تاکتیکونو موضوع د یمن له وسله والو ځواکونو او چارواکو سره مربوط دي.
د یمن خارجه وزیر جمال احمد علي عامر زیاته کړه امریکا د خپلو سمندري ځواکونو له کشتیو سره یوځاې له سره سمندر څخه وتښتیدله او نن سبا بل ځاې لټوي او له لومړۍ ورځې څخه د امریکا ګډوډتیا او لالهاندۍ معلومه وه.
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدر الدین الحوثي هم مخکې ویلي وو د مقاومت د کنټرولولو لپاره هره هڅه په ماتي باندې محکوم ځواب دی او صهیونیسټ رژیم ته په ځواب ورکولو کښې د ټولو ملاتړو جبهو فیصله پریکنده ده.
له تیرو څو میاشتو راهسې د یمن په بیلابیلو سیمو باندې په صهیونیسټ رژیم باندې د اعمال شوي سمندري کلابندۍ د ختمولو لپاره د یمن تر دباو لاندې د راوستلو په هدف سره د امریکا او د بریتانیا لخوا تیریګر حملې شوي دي.