فلسطیني مبارزانو د اسرائیلو بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151550-فلسطیني_مبارزانو_د_اسرائیلو_بې_پایلوټه_الوتکه_نسکوره_کړه
مهر خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین قدس غونډ ته اړونده د نابلس غونډ مبارزانو په لویدیځه غاړه کښې د نابلس ښار د پاسه د صهیونیسټ رژيم بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړه.
(last modified 2024-08-19T21:32:41+00:00 )
Aug 20, 2024 01:51 Asia/Kabul
  • فلسطیني مبارزانو د اسرائیلو بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړه

مهر خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین قدس غونډ ته اړونده د نابلس غونډ مبارزانو په لویدیځه غاړه کښې د نابلس ښار د پاسه د صهیونیسټ رژيم بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړه.

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ پوځي څانګې پرون په یوې خبر پاڼه کښې وویل د اسرائیلو رژیم نسکوره کړې شوي بې پایلوټه الوتکه ډي ار سي څلور(DRC-4) ډوله نومیږي او د صهیونیسټ رژیم د پوځ پلي ځواکونو دغه الوتکه کاروله.

قدس غونډ د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې خپلو مبارزانو ته د دغو عملیاتو په مبارکۍ ویلو سره دغه اقدام د فلسطیني مبارزانو د وسونو د بدلیدا او د  هغوې د جنګي اقداماتو د پراخیدا نښه وبلله چې د هغې حتمي پاې به د فلسطین بشپړه ازادۍ وي.