په ایران کښې د حسیني اربعین مراسم ترسره شول
سحاب اینټرنیټ پاڼې راپور راکړی په ټول اسلامي ایران کښې د حسیني اربعین لاریونونه ترسره شول. له بیلابیلو هیوادونو او مذهبونو څخه د اهل بیت علیهم السلام میلیونونو مینه والو او زیارتوالو پرون د حسیني اربعین په مناسبت د ماتم مراسم ترسره کړل.
په عراق کښې له حسیني اربعین څخه د پاتې کسانو لخوا لاریونونه یولس کاله کیږي چې په ټول اسلامي ایران کښې ترسره کیږي او پرون هم د تهران او د مشهد په شمول له حسیني اربعین څخه د پاتې کسانو لخوا په ټول اسلامي ایران کښې د حسیني اربعین په مناسبت ستر لاریونونه وشول او د حضرت امام حسین علیه السلام مینه والو چې له کربلا ته سفر څخه پاتې شوي دي د ایران په ښارونو کښې په سترو لاریونونو سره د شهیدانو د سالار حضرت امام حسین علیه السلام یاد او خاطره ولمانځله او ماتم یې وکړ.
له تیرو کلونو سره د روان کال تفاوت د فلسطین او د غزې موضوع ده او د ایران خلکو د فلسطین د بیرغونو او د چفیو په اچولو او د فلسطین او د مقاومت د چورلیز په نښو نښانو سره د موکبونو په پوښتلو سره د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړ وکړ.