طالبانو حکومت د اسرائیلو لخوا د «سومالي لېنډ» رسميت پېژندنه غندلې
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د اسرائيلي رژیم له لوري د سومالیا فدرالي جمهوریت څخه د «سومالي لېنډ» سیمې د خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندل، په کلکو ټکو غندلي دي.
یاد وزارت ویلي، دا اقدام د یوه اسلامي هېواد د وېشلو هڅه ده او د نړیوالو قوانینو تر څنګ، د سومالیا د اسلامي هېواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بلل کېږي، چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره به منفي پایلې ولري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دا ډول یو اړخیز اقدامات هېڅ ډول مشروعیت او قانوني حیثیت نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د ډسمبر په ۲۶مه، اسرائیلي صهيونيسټي رژيم اعلان وکړ چې سومالي لېنډ یې د یوه خودمختاره او خپلواک هېواد په توګه په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی دی.
د سومالیا حکومت دا اقدام د خپل هېواد د حاکمیت خلاف او په کورنیو چارو کې ښکاره بهرنې مداخله بللې او له اسرائیلي رژیم یې غوښتي چې دا پرېکړه بېرته لغوه کړي.
سربېره پر دې، د نړۍ تر شلو ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو، د اسلامي همکاریو سازمان او افریقایي ټولنې په ګډون، د اسرائیلي پرېکړې مخالفت اعلان کړی دی.
همدارنګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د دې موضوع په تړاو بیړنۍ غونډه کړې، چې په ترڅ کې یې ډېرو هېوادونو د اسرائیلو دا اقدام د نړیوالو قوانینو خلاف بللی دی.