پاکستان باید له افغانستان سره د ملګرتیا فرصت له لاسه ورنه کړي
د پاکستان د ولسی جرګې پخواني مشر او د «تحریک تحفظ آئین پاکستان» ائيتلاف عمومي منشي اسد قیصر د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزیر د څرګندونو هرکلی وکړ او ټینګار ئې وکړ چې له کابل سره د ملګرتیا او د اړیکو د پیاوړتیا فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي، ځکه دا کار کولی شي د سیمې د سولې او پرمختګ زمینه برابره کړي.
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د تحریک تحفظ آئین پاکستان د ائتلاف عمومي منشي، اسد قیصر، د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر سراجالدین حقاني د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي ئې دي د دوحې تړون له مخې به د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي، دا دریځ یو مثبت او هیلهبخښونکی پرمختګ دی.
اسد قیصر وویل چې دا څرګندونې به د دواړو هېوادونو ترمینځ باور پیاوړی کړي او په سیمې کې به د سولې هیلې زیاتې کړي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان حکومت باید دا موضوع جدي وګڼي او د دوامدارو دوهاړخیزو مذاکراتو بهیر ته دوام ورکړي
هغه وویل:«افغانستان زمونږ ورور مسلمان هېواد او مهم ګاونډی دی، او هېڅ یو له بل پرته د پرمختګ او ثبات موخې نه شي ترلاسه کولای. په ځانګړې توګه د پاکستان د سرحدي ولایتونو اقتصاد، سوداګري او د خلکو کارموندنه له افغانستان سره پر اړیکو ولاړه ده.»
د تحریک تحفظ آئین پاکستان د ائتلاف عمومي منشي ټینګار وکړ چې د همکارۍ او باور پر بنسټ اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي او د اسلاماباد حکومت باید دا فرصت له لاسه ورنه کړي
قیصر زیاته کړه چې پاکستان او افغانستان باید د تلپاتې سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره ګډې او اغېزمنې هڅې وکړي، څو د دواړو هېوادونو خلک له امنیت او هوساینې برخمن شي.
د تحریک تحفظ آئین پاکستان ائتلاف د حکومت مخالفو ګوندونو یعنی د اپوزیشن ائيتلاف دی چې د اساسي قانون او د ښاریانو د حقونو د ملاتړ په موخه فعالیت کوي.
تېره اوونۍ، دې ائتلاف په اسلاماباد کې د مخالفو ګوندونو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته، په یوه اعلامیه کې د اسلاماباد او کابل ترمینځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی و او د سرحدي لارو د بېرته پرانیستلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بیا پیل غوښتنه یې کړې وه.