روهینګیائي مسلمانان بیرته میانمار ته ستنیدا غواړي
په بنګله دیش کې د روهینګیا په لسګونو زره مهاجر مسلمانانو غوښتنه کړې چې بیرته دې میانمار د دوي د ستنیدا زمینې برابرې شي.
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، هغه په لسګونو زره روهینګیائی کډوال مسلمانان چې په بنګله دیش کې په مختلفو کیمپونو کې ژوند کوي،له خپلو کورونو څخه د خپلې ډله ایزې کډوالۍ له اومې کلیزې سره په یووخت ئې په کاکس بازار سیمې کې په غونډیدا سره په میانمار کې راخین صوبې ته د خپل کرار او امن سره ستنیدا غوښتنه کړې ده.
په کاکس بازار سیمې کې په کوتوپالنج کیمپ کې په لسګونو زره کډوال سره غونډ شول او د بینرونو په اوچتولو سره خپل هیواد ته د کډوالو په امن سره دبیرته ستنیدا غوښتنې کولې.
د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۲۵ نیټه د میانمار په راخین صوبې کې د بې هدفه وژلو او د تاؤتریخوالو په اوج کې په لکونو مسلمان روهینګیائي کډول په ابله پښو او په کشتیو کې بنګله دیش ته وتښتیدل او خپل ژوند ئې وژغورۀ. په دغو شخړو او ترینګلتیاؤ کې په لسګونو زره روهینګیائي مسلمانانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړ او افراطي میانماري پوځ او افراط پالو ډلو ددوي کورونو اوځایونو ته اورونه اچولي او دوي ئې په زوره کوچولي دي.