عراقچی : ايران دفلسطين دخلکو د نظر وړ موافقې ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151956-عراقچی_ايران_دفلسطين_دخلکو_د_نظر_وړ_موافقې_ملاتړ_کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ایران اسلامي جمهوریت به د هغې موافقې ملاتړ وکړي چې د فلسطین د خلکو او د فلسطین دمقاومت د نظر وړ وي .
(last modified 2024-08-31T06:22:56+00:00 )
Aug 31, 2024 10:51 Asia/Kabul
  • عراقچی : ايران دفلسطين دخلکو د نظر وړ موافقې ملاتړ کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ایران اسلامي جمهوریت به د هغې موافقې ملاتړ وکړي چې د فلسطین د خلکو او د فلسطین دمقاومت د نظر وړ وي .

سید عباس عراقچی  د اردن د لومړی وزیر له مرستیال  او خارجه وزیرایمن صفادي سره په ټیلیفوني خبرو کښې وویل: صهیونیسټي رژیم د خپلو چنایتکارانه اقداماتو په دوام سره په سیمه کښې د کړکیچ او نښتې د پراخیدو اصلي عامل دی. هغه د جنګ د ختمولو لپاره د یوې موافقې د ترلاسه کولو په لاره کښې ترټولو ستر خنډ اسرائیل وباله او د صهیونیسټانو د نسل وژنې د بندولو او فلسطینیانو ته  د بشردوستانه مرستو د لیږلو لپاره یې د نړیوالې ټولنې په اغیزمن اقدام ټینګار وکړ.

عراقچي همدارنګ وویل د ایران اسلامي جمهوریت له اردن سره د دوه اړخیزو تعلقاتو او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په زمینه کښې رغنده خبرو اترو ته چمتو دی.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر هم د غزې په تړانګه کښې د بشری وضعیت  او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د کړکیچ د پراخیدو په هکله اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل  لازمه ده په سیمه کښې تاوتریخوالی  ژر تر ژره ختم شي . د ایران او اردن خارجه وزیرانو همدارنګ د دوه اړخیزو ګټو په لړ کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سلامشورو په دوام باندې په تاکید سره د دوه اړخیزو تعلقاتو او په مهمو سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو کښې د نظر تبادله وکړه.