ایران په غزې تړانګه کې د ملکي وګړو پر وژلو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152058-ایران_په_غزې_تړانګه_کې_د_ملکي_وګړو_پر_وژلو_نیوکه_وکړه
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، د غزې د شهیدانو وینه د فلسطین د خلکو د مظلومیت فریاد او د صهیونیسټي نیواکګرو وحشي توب او د بشري حقونو د ادعا کوونکو دروغ وبللو.
(last modified 2024-09-04T09:29:45+00:00 )
Sep 04, 2024 13:58 Asia/Kabul
  • ایران په غزې تړانګه کې د ملکي وګړو پر وژلو نیوکه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، د غزې د شهیدانو وینه د فلسطین د خلکو د مظلومیت فریاد او د صهیونیسټي نیواکګرو وحشي توب او د بشري حقونو د ادعا کوونکو دروغ وبللو.

د ایران پرس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني په مجازي فضا او په خپله شخصي پاڼه کې ولیکل: د صهیونیسټانو د جنایتونو په دائره کې د فلسطین ټولې طبقې شاملې شوي او د تل ابیب واکمنې جنایتکارې ډلې د یوه وحشي ځناور په څېر چې د انسان له وینې تغذیه کوي، هره ورځ په نویو او پراخو وژنو لاس پوري کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ: د ابو سخیله وینه په غزې تړانګه کې د څه دپاسه څلویښت زره فلسطیني شهیدانو له وینو سره، د فلسطیني ولس د مظلومیت یوه فریاد، د صهیونیسټي نیواکګرو ځناورتوب او د بشري حقونو د ادعا کوونکو منافقت او دروغ دی .

د فلسطین د روغتیا وزارت د اعلان له مخې، د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له اوومې نېټې د غزې د جګړې له پیله تراوسه په دغه سیمه کې د شهیدانو شمېر څه دپاسه څلویښت زره او د ټپیانو شمېر څه دپاسه ۹۴ زره تنو ته رسېدلی دی.