د امریکا خزانې وزارت پر ۱۲ ایرانیانو بندیزونه ولګول
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152480-د_امریکا_خزانې_وزارت_پر_۱۲_ایرانیانو_بندیزونه_ولګول
د امریکا د خزانې وزارت د واشنګټن له ناکامې تګلارې سره سم، د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د دروغو ادعاوو له مخې پر ۱۲ ایرانیانو بندیزونه ولګول.
(last modified 2024-09-18T21:42:42+00:00 )
Sep 19, 2024 02:02 Asia/Kabul
  • د امریکا خزانې وزارت پر ۱۲ ایرانیانو بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت د واشنګټن له ناکامې تګلارې سره سم، د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د دروغو ادعاوو له مخې پر ۱۲ ایرانیانو بندیزونه ولګول.

د ایرنا د خبر له مخې، د امریکا د خزانې وزارت په سیمه ایز وخت د چهارشنبې په ورځ په یوې بیانیې کې ادعا وکړه: د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر، ۱۲ کسان د ایران د خلکو په خلاف د تاوتریخوالي په تور د خپلو پولو دننه او بهر تحریموي.

د امریکا د خزانې وزارت د خپلو ادعاو په دوام کې زیاته کړه: دغه بندیزونه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران غړي، د ایران د زندانونو  ادارې چارواکي او له ایرانه بهر د وژونکو عملیاتو مسئولان په نښه کوي.

دا بندیز پرون چهارشنبه د کاناډا او آسټرالیا په همغږۍ سره ترسره شوي دي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې په ورځ ومنله چې واشنګټن د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ادارې د دوه ګوني سیاستونو، فشارونو او ډیپلوماسۍ په تعقیب سره، پر تهران تر ۵۰۰ زیات بندیزونه لګولي دي.