امریکا کښې د رایو د اچولو بهیر پیل شوی دی
(last modified Sun, 22 Sep 2024 00:00:15 GMT )
Sep 22, 2024 04:30 Asia/Kabul
  • امریکا کښې د رایو د اچولو بهیر پیل شوی دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په مینه سوټا، جنوبي ډاکوټا او ویرجینیا ایالتونو کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وارمخکې رایو ورکول پیل شول.

د امریکا د روان میلادي کال د نوامبر د  میاشتې د انتخاباتو لپاره د وارمخکي حضوري رایو ورکول په رسمي ډول په ویرجینیا ایالت کښې له تیرې جمعې ورځې راهسې پیل شول .

د امریکا د انتخاباتو یوه مسوول وویل د رایو د اچولو په لومړیو څو ساعتونو کښې کابو پینځه سوه رایو ورکونکو خپلې رایې صندوقنو ته اچولي دي.

د امریکا مختلف ایالتونه د انتخاباتو بیلابیل قوانین لري او حاضردمه په ویرجینیا ایالت سربیره مینه سوټا او جنوبي ډاکوټا ایالتونو کښې هم رایې ورکونکي کولای شي په غیابي ډول او وارمخکې رایې صندوقونو ته واچوي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات به د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې په پینځمه نیټه وشي او د ډیموکراټ ګوند کاندیده  کامالا هریس او د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرامپ په دغو انتخاباتو کښې له یوبل سره سیالۍ کوي.

 

ټیګونه