امنیت شورا ته د ناوړه استفادې په هکله د عراقچي خبرداری
د ایران خارجه وزیر د ایټمي موافقې له پریکړه لیکه د دریو اروپايي هیوادونو د ناوړه استفادې په هکله امنیت شورا ته خبرداری ورکړ
سید عباس عراقچي د امنیت شورا مشر ته په یو لیک کښې د ایټمي موافقې د مکانزمونو د فعالولو په هکله د اروپايي ټرائیکا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې وکړ چې دغه هیوادونه دې، له هغه پریکړه لیکونو ناوړه استفاده نه کوي چې خپله پرې پابند نه دي، ځکه چې په دې کار سره د امنیت شورا اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ولیکل: د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش، د امنیت شورا مشر او د اروپايي اتحادیې جګپوړې استازې میرمن کایا کالاس او همداشان د ملګرو ملتو د امنیت شورا غړو ته په خطاب کښې په خپل لیک کښې خپل دلایل تشریح کړل چې درې اروپايي هیوادونه ولې د ایټمي موافقې او د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د فعالولو لپاره هیڅ ډول حقوقي، سیاسي او اخلاقي مشروعیت نه لري.