ملګروملتونو په لبنان د اسرائیلو د بریدونو په هکله خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152580-ملګروملتونو_په_لبنان_د_اسرائیلو_د_بریدونو_په_هکله_خبرداری_ورکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په لبنان باندې د صهیونیسټ رژیم وروستیو حملو ته په اشارې سره په بلې غزې باندې د لبنان د بدلیدا د خطر په هکله خبرداری ورکړ.
(last modified 2024-09-23T05:51:56+00:00 )
Sep 23, 2024 10:19 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو په لبنان د اسرائیلو د بریدونو په هکله خبرداری ورکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په لبنان باندې د صهیونیسټ رژیم وروستیو حملو ته په اشارې سره په بلې غزې باندې د لبنان د بدلیدا د خطر په هکله خبرداری ورکړ.

هغه په لبنان باندې د صهیونیسټ رژيم په حملو سره د لویدیځې اسیا سیمې د حالاتو د خرابیدا په هکله وویل هڅه څه چې زه یې اندیښمن کړی یم په بلې غزې تړانګې باندې د لبنان بدلیدل دي کومه چې د نړۍ لپاره ورانونکي غمیزه کیدلای شي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د  ملګروملتونو د کلنۍ غونډې په درشل کښې چې نن په نیویارک کښې پیلیږي وویل زما لپاره روښانه ده چې اسرائیل له اوربند سره دلچسپۍ نلري.

د صهیونیسټ رژیم پوځ نن سهار هم د لبنان په جنوب او ختیځ باندې څه د پاسه یوسل شل حملې وکړې.

د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د لبنان په جنوب او ختیځ په څه د پاسه څلویښتو سیمو باندې هوایي بریدونه وکړل.

امریکا ، بریتانیا، فرانسه ، جرمني او اروپايي هیوادونه او دغه راز متحده عربي امارات، بحرین په شان ځینې عرب هیوادونه له اسرائیلو سره مالي ، وسله والې او استخباراتي مرستې کوي.