ایران د هندوستان د شیانو د ټرانزیټ لپاره تر ټولو امن لاره:-
په ایران اسلامي جمهوریت کښې د هندوستان سفیر «رودرا ګاوراو شرست» ټینګار وکړ چې نوی ډیلی د خپل تجارت د پراخولو او له اوراسیا او قفقاز سیمو سره د اتصال لپاره امن لارې ته ضرورت لري
او د ایران اسلامي جمهوریت د هندوستان لپاره تر ټولو امنه او تر ټولو بهترینه اقتصادي لاره ده.
په ایران کښې د هندوستان سفیر رودرا ګاوراو شرست د بندر انزلي له کتو وروسته د اورګاډي له لارې له بندر عباس سره د بندر انزلي ګنډل کیدل د تجارت د پراختیا په زمینه کښې ستر بدلون وباله.
هغه په دې خبرې سره چې د ایران ، د روسیې او د مرکزي اسیا د هیوادونو او د فارس خلیج د عربو هیوادونو په ګډون سره د اقتصادي غونډو د ترسره کولو هڅه کوو وویل مونږ کوشش کوو چې د بیمې د شرکتونو ، د کشتیو د شرکتونو او د شیانو د مالکانو په شان اړونده کسانو ته د شمال جنوب د دهلیز او د چابهار لارې د ظرفیتونو او پوټینشلونو او بالقواو په معرفي کولو سره له دغه لارې د ډیرې استفادې لپاره د هغوې اطمینان ترلاسه کړو.
د شمال جنوب کوریډور د ایران او د هندوستان ترمینځ یوه مطرح ټرانزیټي لاره ده او د هندوستان شیان د بمبۍ د بندر له لارې د ایران بندر عباس ته انتقال کیږي او له دغه بندر څخه بندر انزلي او له هغه ځایه بیا د مرکزي اسیا هیوادونو ، روسیې او فقفاز سیمو ته انتقالیږي.
د ایران اسلامي جمهوریت د جغرافیايي موقعیت په دلیل د نړۍ د لویو وچو او د بیلابیلو سیمو څلور لاره ګڼل کیږي.
په دې سربیره د ایران امنبت او د ایران د کوریډرونو له لارې د شیانو په ارزانه بیه انتقالیدل د هیوادونو او د تاجرانو د ډیر پام د جلبیدا سبب شوي دي.
په اوس وخت کښې بیا کوریډورنه او سمندري لارې چې له تاریخي اعتبار څخه هم برخمنې دي د شیانو د صادرونکو هیوادونو د پام په مرکز بدلې شوي دي او د ایران اسلامي جمهوریت د سړکونو او د اوورګاډو په شمول په سمندري ، هوايي او د ځمکې په دریو حوزو کښې د پام وړ ظرفیتونه لري او ایران په اسانۍ سره شیان انتقالولی شي.
دغه موضوع د اوراشیا له هیوادونو ، قفقاز سیمې او روسیې سره د هندوستان له مخکې څخه زیات د اړیکو پراخیدا ته په پام سره د نوي ډیلي لپاره مهمه ده ځکه چې هندوستان د اقتصادي ملګرتیاو له پراخولو سره په څنګ کښې له روسیې ، د اوراشیا له حوزې او قفقاز سره مواصلاتي کوریډرونو ته لاسرسي ته هم ضرورت لري.
له دې کبله په ایران اسلامي جمهوریت کښې د هندوستان سفیر ډاګینه کړه د بندرونو په زمینه کښې ملګرتیا ، لاجیستیکي ملاتړ او د ګمرک یعني کسټم په برخه کښې حمایت کولای شي له تهران سره د نوي ډیلي د اقتصادي فعالیتونو او دغه راز د سیمې له هیوادونو سره د هندوستان د اقتصادي فعالیتونو د راتلونکي لپاره ډیر مهم ووسي او د هندوستان د حکومت او د شرکتونو له لارې د پانګوالو لپاره دغه پوټینشل شته.
د ویلو ده چې د ایران بندر انزلي په درې سوه کاله مخینې سره د «جنرال کارګو» بندر دی او د بندر انزلي د ودانۍ د کانټیرونو ظرفیت هم دوه زره ټي اي یو(teu) دی چې تر یولک ټي اي یو پورې د زیاتیدا وړتیا لري.
په عین حال کښې د بندر انزلي د غلو د خمبې یعني سیلوګانو ظرفیت یولک نوي زره ټنه او د هغه د ګودامونو ظرفیت تر اویا زره مربع میترو پورې او حاضردمه د خوراکي اومو تیلو د مخازن ظرفیت شپاړس زره ټنه دی چې په نږدې راتلونکي کښې به دوه اتیاز زره ټنو ته زیات شي.
په دې سربیره د ایران د بندر انزلي تر ټولو مهمه ګټه د روسیې او د ایران له کشتیو څخه د دوه سوه پنځوس تجارتي کشتیو سره په کیسپین سمندرګي کښې د کشتیو تګ راتګ دی.
په هر حال د ایران اسلامي جمهوریت د لګښت او د وخت له پلوه د روسیې او د هندوستان ترمینځ د تجارتي معاملاتو لپاره تر ټولو ارزانه لاره ده.
په دې سربیره د ایران د جنوب په مکران سواحلو او چابهار بندر کښې د هندوستان لخوا ښه پانګونه شوي ده نو ځکه خو له مکران سواحلو سره د بندر انزلي اتصال او دغه راز له روسیې سره د بندر انزلي ارتباط د هندوستان او د روسیې د شیانو د استولو لپاره ښه بریا ګنل کیږي.
حاضردمه د ایران بندرونه د هندوستان او د روسیې په اقتصادي تعاملاتو کښې ارزښمن رول لري او د ودانیو د جوړولو مصالحې ،سرامیک ، ټایلونه او کاڼي له هندوستان څخه روسیې ته او د ډبرو سکره او سره (کود)له روسیې څخه هندوستان ته منتقلوي.
دغه راز د ایران ګیلان ولایت هم له هندوستان سره د اړیکو د پراخولو لپاره د کیوي ، زیتونو ، درملو او د خوراکي شیانو په شان د کرهڼې له ظرفیتونو برخور دی او هغه د دواړو لورو ترمینځ د تجارتي اړیکو له مخکې څخه د زیات پیاوړي کیدا سبب ګرځیدلی شي.